ویډیوګانې

پر محسن داوړ په پرلپسې توګه بريدونه شوي دي

د پاکستان د ملي جمهوري غورځنګ پر مشر محسن داوړ باندې په شمالي وزيرستان کې وسله واله حمله شوې.

محسن داوړ چې د انتخاباتي کمپاين لپاره د شمالي وزيرستان په زياتو برخو کې ګرځېدئ تېره ورځ له دغه وسله وال بريد سره مخ شوی دی.

د ملي جمهوري غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي طارق وزير ځلا نيوز وويل چې د دې ګوند مشر محسن داوړ د خپل کلي څخه د تپې کلي ته د کمپاين په موخه روان وو، چې په لاره کې ور باندي ډزي وشوې.

د طارق وزير په خبره کله چې پر محسن داوړ ډزې وشوې نو محسن داوړ او ملګرو يې نژدې يو کلي کې پناه واخيسته، د لږې دمي وروسته چې کله بيا د تپې پر لور روان شول، د دوهم ځل لپاره بيا ور باندې وسله والو بريد وکړ.

طارق وزير همدارنګه زياتوي چې دې وروستي بريد شاوخوا نيم ساعت وخت ونيوه چې دوی ته نه پوليس مرستې ته ورغله او نه کومه بله امنيتي اداره، د ښاغلي وزير په خبره د کلي خلکو لخوا بيا وسله وال په شاه شول او د محسن داوړ قافله وژغورل شوه.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ په خپله يوه بيانيه کې ويلي چې د ده يو ملګری هم په دې پېښه کې ټپي شوی دی.

ښاغلي داوړ چې د بريد وروسته يې خلکو ته خبري کولې ويلي چې دغه ډول ترهګريز بريدونه موږ د خپلي بيانيې څخه نشي په شاه کولی، او نه هم زموږ د سياسي تبليغ مخه نيولی شي.

داوړ همدارنګه زياته کړې چې د پښتنو روانې ستونزي به په سياسي شعور او سياسي تبليغ هواروو او کلي په کلي به ګرځو.

دا په داسې حال کې ده د پاکستان امنيتي ادارو د پاکستان يو شمېر سياستوالو ته خبر ورکړی دی چې پر هغوی د احتمالي بريدونو امکان شته، چې بايد د ځان خيال وساتي.

تر دې وړاندې په ډيره اسماعيل خان کې د پاکستاني علماوو د جمعيت پر مشر مولانا فضل الرحمان هم يو بريد شوی وو چې له بريده روغ وتلی وو.

| په خيبر او جنوبي پښتونخوا کې د تازه بريدونو له کبله څو پوليس وژل شوي

    Exit mobile version