بهرني راپورونه

خواجه اصف: د پاکستان پر ضد د افغانستان خاوره کارول پر پاکستان ښکاره تېری دی

خواجه اصف

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په جنوبي پښتونخوا کې د پرونۍ حملې په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان له خاورې استفاده د پاکستان پر ضد د تېري په مانا ده.

خواجه اصف هغه همداراز ټینګار کړی چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د ترهګرو ډلو پر وړاندې عملی اقدامات نه دي کړي.

دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکي همداراز زیاته کړه چې په کوېټه ښار کې پرونۍ چاودنه د هند او ځینو نورو هېوادونو د نیابتي جګړې نښه ده چې TTP او د بلوڅو د ازادۍ غورځنګ د پاکستان پر ضد کاروي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي پښتونخوا په مرکز کوټه ښار کې پرون خالي/شنبه په يوه ځانمرګي برید کې ۱۹ د پاکستاني پوځيانو په ګډون ۲۶ کسان وژل شوي او ۶۱ نور ټپیان شوي دي.

| خواجه آصف: پی ټي آی او پی ټي ایم د پاکستان د بې ثباتۍ دوه اړخونه