ویډیوګانې

د طالبانو د رهبر سره د مولانا فضل الرحمان ليدنه

وروستي راپورونه ښيي چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل رحمان په کندهار کې د طالبانو له مشر مولوي هبت الله اخند سره مهمه ناسته کړې ده.

دا ناسته د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو له امله د رامنځته شوي کړکېچ د کمولو د هڅو په دوام کې شوې ده.

د پاکستان او افغانستان د رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په کندهار کې د طالبانو له مشر مولوي هبت الله اخند سره ناسته تر سره کړې ده.

دا ناسته چې د تر اوسه پورې د طالبانو او مولانا فضل الرحمان له خوا له خوا تاييد شوې او يا رد شوې نه ده، د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو او د سرحدي تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کیدای شي.

د دې غونډې اهمیت په پاکستان کې د تروریستي حملو د زیاتیدو او د دغه هیواد د هغو ادعاو په په دوام کې دی چې وایي، افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي. د پاکستان حکومت له طالبانو غوښتي چې له افغانستانه دې د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د اډې او پټنځای په توګه کار نه اخلي.

په دې ناسته کې د ترسره شویو خبرو کره جزیات نه دي په ډاګه شوي. خو ویل کیږي چې مولانا فضل رحمان هڅه کوي چې د منځګړي رول ولوبوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو په کمولو کې مرسته وکړي.

مولانا فضل الرحمان په داسې حال کې ځان منځګړی بولي چې تېره ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ په خپلو خبرو کې رسنيو ته وويل چې افغانستان ته د مولانا سفر د هغه شخصي سفر دی او د پاکستان د حکومت استازولي نه کوي.

افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان سفر په داسې مهال کې مهم او د رسنیو سرټکی شو چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې ترهګريزي حملې زياتي شوي دي.
يو شمېر سياستوال بيا وايي چې مولانا فضل الرحمان افغانستان ته د دې لپاره تللی چې په پاکستان کې د راروانو ټاکنو لپاره د ياد هېواد د پوځ ملاتړ ترلاسه کړي او چوکۍ وګټي.

    Exit mobile version