ویډیوګانې

د پاکستان پر خاوره د ايران بريد د پاکستان حکومت غوسه کړی دی

د ایران دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد ځواکونو د پاکستان په خاوره کې دننه د جیش العدل نومي وسله والې ډلې پر ”دوو” مرکزونو د ډرون او توغندیز بریدونه کړي دي.

په دې رپوټونو کې د ایران تسنیم دولتي خبري اژانس له قوله ویل شوي، چې د پاکستان بلوچستان صوبې په پنجګور سیمه کې دغه بریدونه شوي دي.

له برید څو ساعته وروسته اسلام اباد په یوه خبرپاڼه کې دا بریدونه په سختو ټکو غندلي او دا یې د خپل “هوايي حریم نقض” بللی او په تړاو یې د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی دی.

پاکستاني حکومت د سې شنبې په شپه (جنوري ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “ددغو بریدونو رامنځ ته کېدل دې ته په پام سره چې دواړه هېوادونه ګڼ دیپلوماتیک چینلونه لري لا ډېره اندېښمنوونکې خبره ده”.

ددغو بریدونو نور جزییات چې ایران یې د توغندیو او بې پیلوټه په نوم یادوي، تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو پاکستان وايي چې په دې بریدونو کې “دوه بې‌ګنا ماشومان وژل شوي او درې نجونې ټپیانې دي”.

پاکستان وايي، په تهران کې یې د لوړپوړو دیپلوماتیکو چارواکو له لارې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته خپل اعتراض وړاندې کړی او دغه برید یې له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بللې او د پایلو مسؤل یې ایران بولي.

پاکستان همدارنګه پخپل بیان کې ویلي: “موږ تل ترهګري د سیمې هېوادونو لپاره یو ګډ ګواښ بللی،‌ چې د مخنیوي لپاره یې د همغږۍ ګام اخیستو ته اړتیا ده. یو اړخیزه کړنې د ګاونډیانو ترمنځ ښه ګاونډیتوب او متقابلې اړیکې نه شي تاییدولی او د متقابل باور ا اعتماد د کمزوري کېدو لامل ګرځي”.

په ځینې ناتائید شویو رپوټونو کې دا هم ویل شوي، چې پاکستانۍ چورلکې او الوتکې هم په سیمه کې لیدل شوې دي.

دا برید په داسې حال کې شوی، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د پاکستان له موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ سره په سویټزرلنډ کې لیدلي دي.

جېش العدل د سني مسلمانانو یوه وسله واله ډله ده، چې د خپلو فعالیتونو پیل یې د ایران له سیستانه کړی و. دا ډله په سیمه کې د یوې بلې وسله والې ډلې جندالله مشر عبدالمالک ریګي له نیول کېدو او اعدام وروسته جوړه شوه.

جېش العدل ډله وايي، له ایران سره د بلوڅو او سنیانو د حقونو لپاره مبارزه کوي او په دا وروستیو کلونو کې یې د ایران په سویل ختیځو سیمو کې د دې هېواد له سرحدي او امنیتي ځواکونو سره یو شمېر وسله والې نښتې کړې دي.

پر دې ډله تورونه لګېدلي چې په ۲۰۰۵ کال کې د ایران هغه مهال پر ولسمشر محمود احمدي نژاد د یوه وسله وال برید په ګډون په یو شمېر چاودونو او بریدونو کې یې لاس درلود.

د ایران انقلاب ګارد (سپاه پاسداران انقلاب) له دې مخکې ویلي و، چې د عراق د کردستان مرکز اربیل ته نږد یې د اسرائیلو د استخباراتي ادارې موساد مرکز او په سوریه کې د داعش ډلې مرکزونه په نښه کړي او ویجاړ کړي دي.

ایراني ځواکونو په هغو بریدونو کې د توغندیو کارولو خبره کړې وه.

    Exit mobile version