پښتونخوا

په خيبر او جنوبي پښتونخوا کې د تازه بريدونو له کبله څو پوليس وژل شوي

په خيبر پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا (بلوچستان) کې نامالومو وسله والو په پاکستاني پولیسو بریدونه کړي چې پکې څو پولیس عسکر وژل شوي او څو نور ټپيان شوي دي.

اړوند امنیتي سرچینو رسنيو ته ویلي د درېنۍ/سه شنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ په تخت نصرتي سیمه کې په جهانګیري سړک نامالومو وسله والو د پولیسو یو عسکر په موخيزه توګه وژلی دی.

د دې پېښې پړه تر اوسه پورې چا نه ده منلې، او د سیمې پولیس وایي د پېښې مقدمه یې د نامالومو وسله والو پرضد درج کړې ده او پلټنې یې پیل کړي.

په عین حال کې د پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په جاني خیل سیمه کې د پولیسو په یوه پوسته نامالومو وسله والو برید کړی داسې ويل کېږي چې په دې بريد کې هم مرګ ژوبله اوښتې خو پولیس وایي چې په برید کې ورته څه ځاني زیان نه دی رسیدلی.

تر دې پېښو مخکې د يونۍ/يکشنبې په شپه هم د لکي مروت په ولسوالۍ کې د پوليسو په ګمبیلا حوزه نامالومو وسله والو برید کړی وو خو پولیسو دعوه کړې وه چې په ځوابي ډزو یې د وسله والو برید په شا تمبولی او پولیسو ته په دغه برید کې هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

په خيبر پښتونخوا کې په پولیسو د شوو پرله پسې بریدونو په څېر تېره ورځ د جنوبي پښتونخوا(بلوچستان) ایالت مرکز کوټه کې هم په پولیسو وسله والو ډزې کړي دي چې پکې د دوو پولیسو عسکرو په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.

په دې وروستیو کې په خيبر پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا ایالتونو کې د ترهګرۍ پېښې یو وار بیا چټکې شوي او په دې دواړو ايلاتونو کې د وسله والو لخوا شوو بریدونو کې د سلګونو امنیتي سرتېري وژل شوي او ژوبل شوي دي.

په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو د ترسره شوو زیاتره بریدونو پړه وسله والو ډلو تحریک طالبان پاکستان، داعش او بلوڅ بېلتونپالو په غاړه اخستې دي.