ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې یوې افغانې زده کوونکې د تهران په رې ښار کې د ښوونځي د مسوولینو له لوري د اجباري حجاب کولو او له ښوونځي څخه د ایستلو له ګواښ وروسته ځان وژنه کړې ده.
د ايران تسنیم خبري آژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې دغې افغانې زده کوونکې درې ورځې وړاندې د رې په ښار کې له یوې استوګنيزې ودانۍ څخه ځان غورځولی دی.
د دغه راپور له مخې، د ارزو خاوري په نوم دغه شپاړس کلنه نجلۍ له ښوونځي څخه د شړلو له ګواښ وروسته ستړې شوې او له ودانۍ څخه يې په غورځولو سره خپل ژوند پاى ته ورساوه.
په همدې حال کې، رکنا خبري اژانس د ارزو خاروي د پلار له خولې ویلي چې د ښوونځي چارواکو هغه د یونیفورم پر ځای د “پتلون” اغوستلو له امله تر پلټنو لاندې نیولې وه.
د دغې افغان زده کوونکي د ځان وژنې له راپورونو وروسته د تهران ښار د پوهنې ریاست د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ د لړم په ۱۶ مه په یوه اعلامیه کې د دغې افغانې زده کوونکي مړینه تایید کړه.
د راپورونو له مخې تراوسه پورې هم ددغې پيښې اصلي انګيزه نه ده مالومه او په دې اړه څيړنې روانې دي.