پښتونخوا ویډیوګانې

د منظور پښتين د راخوشي کېدو لپاره په امريکا کې لاريون وشو

د منظور پښتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ د امريکا د سپينې ماڼۍ مخې ته د دې غورځنګ د مشر منظور پښتین د راخوشي کېدو لپاره لاريون وکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د امريکې څانګې غړو تېره ورځ د فبرورۍ پر ۳مه نېټه د امريکا په واشنګټن ښار کې د سپينې ماڼۍ مخې ته احت د پښتون ژغورنې غورځنګ د امريکا د سپينې ماڼۍ مخې ته د دې غورځنګ د مشر منظور پښتين د راخوشي کېدو لپاره لاريون وکړ. جاجي پرلت وکړ او د پاکستان د حکومت څخه يې وغوښتل چې ژر تر ژره دې منظور پښتين خوشي کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین چې د دوه نيمو مياشتو راهيسي د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندي دی، په دې وروستیو کې پر هغه باندې په زندان کې د تشدد کېدلو خبرونه خپاره شول.

د سپينې ماڼۍ مخې ته پرلتوالو پر منظور پښتین تشدد او په زندان کې د هغه سره ناسم سلوک غندلی او د نړيوالو بشري ادارو څخه يې غوښتنه کړې چې د منظور پښتين په راخوشي کولو او په زندان کې د هغه د مصؤنيت لپاره دې ګامونه واخلي.

د منظور پښتین نيول د پښتنو او افغانانو ترڅنګ د نړيوالو بشري ادارو غبرګونونه راپارولي او د پاکستان څخه يې د هغه د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده، د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې په څو دوسيو کې د هغه ضمانت منلی هم وو خو د هغه سربېره په غیري قانوني توګه په زندان کې ساتل کېږي.

| منظور پښتين په زندان کې تر شکنجې او ظلم لاندې دی