راپورونه کورني راپورونه

زهرا بلوچ: طالبان بايد د ترهګرو پر وړاندې جدي اقدام وکړي

زهرا

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه خبري غونډه کې وویل، افغان طالبان بايد د اسلام اباد تکراري غوښتنې په پام کې ونیسي چې د «ترهګرو ډلو» پر ضد دې جدي اقدام وکړي او د پاکستان صبر دې نه ازمويي.

زهرا بلوچ وویل چې د طالبانو حکومت مکلف دی چې د «ترهګرو ډلو» پر ضد اقدام وکړي. د پاکستاني چارواکو په وینا د پاکستاني طالبانو (TTP) په ګډون د دغه هېواد مخالف وسله وال په افغانستان کې پټنځایونه لري او د افغان طالبانو ملاتړ له ځان سره لري. ملګرو ملتونو په خپلو راپورونو کې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شتون تایید کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زهرا ممتاز بلوچ نن (پنجشنبه د لړم ۲۴مه) په یوه خبري غونډه کې د تحریک طالبان پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د دغو ترهګرو ډلو د هر ډول ملاتړ، که هغه انفرادي، رسمي یا شخصي وي، د پاکستان لپاره د منلو وړ نه دی. د پاکستان د خلکو صبر باید نه ازمویل شي. موږ له افغان چارواکو غواړو چې د پاکستان تکراري غوښتنې جدي ونیسي او د دغو ترهګرو ډلو پر وړاندې اغېزمن او سمدستي اقدامات وکړي.»

| ممتاز زهرا بلوڅ : طالبانو بايد ژر تر ژره د ترهګرو رهبران پاکستان ته وسپاري