ویډیوګانې

د زابل ځوانانو د رزمی ورزش په ودې کې: د کلبونو او سیالیو غوښتنه

زابل ولایت ورزشکارانو د رزمی ورزش په برخه کې د پرمختګ لپاره غږ پورته کړی دی. دوی د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې ورزش ته ډېر اهمیت ورکوي او د خپلو ولسوالیو په کچه د رزمی ورزش کلبونو او سیالیو د جوړېدو غوښتنه کوي.

د زابل ولایت ورزشکارانو د رزمی ورزش کلبونو او سیالیو د جوړېدو غوښتنه کړې ده. په یاد ولایت کې د ځوانانو لپاره د ورزش په ودې او پراختیا کې دغه غوښتنه مهمه ګڼل کېږي. دوی وایی چې ورزش کولای شي د نشه یی توکو سره د مبارزې کې مؤثره وسیله وي. د شاجوی او ارغنداب ولسوالیو ورزشکارانو د رزمی ورزش په برخه کې د سیالیو او کلبونو د جوړېدو غوښتنه کړې، او د زابل د بدني روزنې او ورزش امریت وایی چې د ولسوالیو په کچه د ورزش فدراسیونونه فعال دي. په ولسوالیو کې د مختلفو ورزشي فعالیتونو سربېره، په نږدې راتلونکې کې به د رزمی ورزش کلبونه او سیالۍ هم جوړې شي.

    Exit mobile version