نړیوال نړیوال سیاست

پاکستان د خبرو اترو لپاره د(TTP) سره کومه علاقه نه لري

دمولانا فضل الرحمن او د طالبانو مشر هبت الله اخند تر ملاقات وروسته پاکستان د پنځنۍ/پنجشنبې په ورځ واضحه کړه چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره د خبرو اترو کې هیڅ ډول علاقه نه لري.

د جمیعت علمای اسلام (JUI-F) د مشر د سفر په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د اطلاعاتو وزارت لخوا ویل شوي چې د دې سفر موخه خصوصي وه او هغه د پاکستان حکومت استازولي نه کوله. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې راپورونه وايي چې د فضل الرحمان سفر کیدای شي د TTP سره د خبرو د بیا پیلولو لامل شي او دا چې هغه د پاکستان د حکومت له خوا هلته تللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ، د پاکستان دریځ ښکاره کړ او ويې ویل چې TTP په دې هیواد کې د ډیرو تروریستي بریدونو مسئولیت منلی دی. هغې وویل، “لومړی، مولانا فضل الرحمان یو خصوصي شهری دی، چې د افغان مقاماتو په بلنه لخوا په خصوصي سفر افغانستان ته تللی دی. دا د پاکستان حکومت لخوا پلان شوی سفر نه دی.”

هغې زیاته کړه چې افغانستان ته د سفر مخکې، هغه د بهرنیو چارو وزارت ته ورغلی او د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه خپلې پالیسۍ ورته وضاحت کړې. هغې وویل، “دا يو عمومي پرنسيپ دی کله چې کوم لوړپوړی چارواکی یا سیاسي شخصیت غواړي چې د بهرنیو چارو وزارت څخه مالومات ترلاسه کړي، موږ هغه معلومات ورکوو.”

بیا هم دغې ویاندې ټینګار وکړ چې فضل الرحمان د پاکستان حکومت لخوا افغانستان ته د استازي په توګه نه دی تللی او هغه هلته په خپله فردي توګه حاضر دی.

هغې وویل، “په دې اړه چې د پاکستان دریځ د TTP سره په خبرو کې څه دی، موږ زموږ دریځ څو ځله بیان کړی او په دې فورم او غونډه کې یې ډیری ځله تکرار کړی دی. زموږ دریځ نه دی بدل شوی.”

هغې وویل، پاکستان د TTP سره په خبرو کې علاقه نه لري. “موږ هیڅ خبرې نه کوو، نه هم غواړو چې د TTP سره خبرې وکړو. ځکه چې دوی عام پاکستاني خلک او د پوليسو افسران وژني.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر مرتضی سولانګي په یوه جلا بیان کې وویل چې د TTP سره به هیڅ خبرې نه کیږي. هغه وویل چې د JUI-F مشر مولانا فضل الرحمان د افغانستان سفر خصوصي و، خو زیاته يې کړه چې حکومت به د هغه د کابل له اړیکو څخه که کوم مثبت نتیجه راوځي، هرکلی وکړي.

مولانا فضل الرحمان د يونۍ/ یکشنبې په ورځ کابل ته تللی او د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا له یوه مشهور روحاني سره په یوه خصوصي الوتکه کې د طالبانو مشر سره د لیدلو لپاره کندهار ته ولاړ. دا لومړی ځل و چې کوم پاکستانی مشر د افغان طالبانو له پټ رهبر سره ویني.

    Exit mobile version