نړیوال نړیوال سیاست

ايران د کرمان د چاودنو په غبرګون کې پر سوريې او عراق توغندۍ توغولي

د کرمان د چاودنو په غبرګون

د ايران دولتي رسنيو خبر ورکړئ، چې ددې هيواد د سپاه پاسداران ځواکونو  په سوريه او عراق کې د اسلامي دولت داعش اړوند پر يو شمېر اهدافو بالسټيک توغندي توغولي.

د سپا پاسداران ځواکونو پر خپل ويب پاڼه ليکلې، چې د سپاه پاسداران انقلاب قول اردو د کرمان د چاودنو په غبرګون کې يې په سوريه کې د هغو ترهګرو د قومندانانو ځايونه معلوم کړې او په توغندیو ويشتلې دې چې د ايران د کرمان تازه پېښو سره یې تړاو درلود.

د ايران دغو ځواکونو ويلې، چې په يادو بريدونو کې د اسلامي دولت داعش اړوند مهم اهداف د سوريې او عراق په خاوره کې په نښه شوي او لمنځه وړل شويدي.

بيان زياتوي چې سپا پاسداران ځواکونو دغه بريدونه د کرمان د دوو چاودنو په غبرګون کې کړي چې د ۱۴ افغانانو په ګډون تر ۹۰ ډېر کسان پکښې ووژل شول.

د کرمان د دوو چاودنو بريدونه چې د تاجکستاني وګړو له خوا ترسره شوي و پړه يې د اسلامي دولت داعش ډلې په غاړه اخيستې وه.

د سوريې او عراق حکومتونو ددغو بريدونو اړوند تر اوسه څه ندي ويلي.

د ۲۰۱۱ کال راهيسي کله چې په سوريه کې کورنۍ جګړه پيل شوه ايران د سوريې د ولسمشر بشارالاسد سره د داعش په لمنځه وړلو کې د ملاتړ يو شمېر تړونونه هم کړي دي.

د عراق په شمال کې په نيمه خپلواکي سيمې کردستان کې هم ايراني ځواکونو د مخالفینو يو شمېر اهداف له منځه وړي دي.

د کردستان امنيت شورا ويلې چې په دغو بريدونو کې د يوه مشهوره کردي تجار په کډون څلور عام خلک وژل شوې او شپږ نور ژوبل دې.

ارنا خبري اژانس په‌ یوه راپور کې ويلې چې ايراني ځواکونو په اربیل ښار کې د ايران ضد ترهګرو د جاسوسي يوه قرارګاه هم په بالسټيک توغنديو ويشتلې او لمنځه وړې ده.

د عراق دريو امنيتي سرچينو رويټرز خبري اژانس ته ويلې چې د اربيل ښار شمال ختيځ کې ۴۰ کيلومټره لري د يادو بريدونو غږونه اوریدل شوي چېرته چې د امريکا متحده ايالاتو قونسلګري شتون لري.

د يادونې وړ ده چې په عراق او سوریه کې د ايراني ځواکونو له لوري دا بريدونه په داسي حال کې کېږي چې د ايران استخباراتي ادارې تېره ورځ په يوه اعلاميه کې ويلې و، چې د کرمان په ښار کې د د يوې چاودنې ځانمرګی بريدګر ۲۴ کلن بازيروف اسرايلي نومېږي او له بريد څخه څو مياشتي مخکې د افغانستان په بدخشان کې د داعش خراسان څانګې په يوه مرکز کې يې روزنه ترلاسه کړې وه.

| د ايران د کرمان د چاودنو پړه داعش خراسان ډلې منلې