نړیوال نړیوال کلتور او هنر

د هند تر ټولو بډایه سړي مکېش امباني د خپل زوی واده ته پنځوس زره کسان رابللي

مکېش امباني

د هند تر ټولو بډایه سړي مکېش امباني د خپل زوی اننت امباني واده ته د نړۍ د یو شمېر لويو شرکتونو د مشرانو، سیاستوالو، مشهورو سندرغاړو او فلمي ستورو په ګډون ۵۰ زره کسانو ته بلنه ورکړې ده.

د فیسبوک مشر مارک زوکربرګ، د مایکروسافټ مشر بیل ګیټس، د پته موسيقۍ امریکايي سندرغاړې او ماډله ریحانه هم د مکېش امباني د زوی د واده په مراسمو کې د ګډون له مېلمنو څخه دي چې د جمعې په ورځ د کب په ۱۱ مه د هندستان ګجرات ایالت ته ورسېدل.

ایوانکا ټرمپ، د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لور، کارل بیلټ، د سویډن پخوانی صدراعظم، د کاناډا پخوانی صدراعظم سټیفن هارپر او د بوتان پاچا هم په هغو کسانو کې شامل دي چې د غونډې لپاره بلل شوي دي.

د بالیووډ فلمي ستوري امیتاب بچن، شاه رخ خان او د هند د کریکټ مشهور لوبغاړي سچن ټنډولکر او ایم ایس دهوني هم په دې مراسمو کې ګډون کوي تېره ورځ د افغانستان د کرکټ ستوري راشد خان هم د دې واده لپاره ګجرات ته ورسېد.

د راپورونو له مخې هندي میلیاردر په دې وروستیو کې د راديکا میچنتس په نوم انجلۍ سره د خپل ۲۸ کلن زوی اننت امباني د واده د مراسمو لپاره د ګجرات ایالت په جام نگر ښار کې یو عالي معبد جوړ کړی دی.

فوربس مجلې راپور ورکړی، چې ۶۶ کلن امباني نه یوازې په هند، بلکې په اسیا کې هم یو له شتمنو کسانو څخه دی، چې شتمني یې له ۱۱۴ میلیارد ډالرو زیاته اټکل شوې ده.

د هندي ورځپاڼو په وینا، سندرغاړې ریحانې ته په دې محفل کې د ګډون او سندرې ویلو لپاره نهه میلیونه ډالره ورکول کېږي.

مکېش امباني همدارنګه په ۲۰۱۸ کال کې د خپلې لور لپاره د هند په تاریخ کې ترټولو ګران بيه د واده مراسم چمتو کړي و، چې ویل کیږي تر ۱۰۰ ملیونه ډالرو ډیر لګښت پرې شوی و.

د امبانيانو جشنونه د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ د هند په لویدیځ ګجرات ایالت کې له درې ورځو لپاره پیل شول او تر نن ورځې يونۍ/يکشنبې پورې به دوام وکړي.

| شاهرخ خان قطر کې په اعدام محکوم شوي ۸ هندي وګړي خوشي کړي