نړیوال نړیوال اقتصاد

انګلستان د اکراين جګړې لپاره کلنۍ مرستې زياتې کړې

اکراين جګړې لپاره

د انګلستان/ بريټانيا لومړي وزير ريشي سوناک ويلي هيواد به يې د او کرايين سره د نوي کال په لړ کې خپله پوځي مرسته دوه نيم ميليارده پونډه ته لوړه کړې چې کابو درې عشاريه نولس ميليارده ډالر کېږي.

پر اوکرايين د روسيې د بريد راهيسي د اکراين جګړې لپاره دا د بريټانيا د پوځي مرستو تر ټولو لوړ ارقام بلل کېږي.

د بريټانيا لومړي وزير ريشي سوناک دا مرسته کيېف ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې اعلان کړې ده.

ويل کېږي چې ښاغلي سوناک له د اوکرايين له ولسمشر زيلانسکي سره د امینت په تامين کې د ملاتړ نوې هوکړه هم لاسليک کړې.

د بريټانيا چارواکي وايې چې د اکراين جګړې لپاره په دغو مرستو کې د هوايي دفاع امکانات، اوږد واټن ويشتونکي توغندي، او د توپونو مهمات شامل وي.

د چارواکو په خبره په پام کې ده چې له دغې مرستي څخه ۲۰۰ ميليونه پونډه د بې پيلوټه/ډرون الوتکو پر جوړولو هم ولګول شې چې تر ټولو لويه برخه یې بريټانيا په غاړه اخيستې ده.

د بريټانيايې چارواکو په وينا چې په اپريل مياشت کې به ياد هيواد اوکرايين ته د کلنۍ پوځي مرستې په لړ کې دومره ډورن الوتکې ورکړي چې تر اوسه بل هيواد ته ندي ورکړل شوې.

په تیرو دوو کالو کې د اوکرايين سره د بريټانيا پوځي مرسته کابو ۲ عشاريه ۳ ميليارده پونډه وه، چې روان کال کې تر ۲۰۰ ميليونه پونډه زياته شوې ده.

د بريټانيا لومړي وزير له اوکرايين سره د يادي مرستې ټولګه د پياوړي سل کلن مشارکت لومړی ګام بللی دی.

د بريټانيا له لوري په دغه پوځي مرسته کې ۱۸ ميليونه پونډه بشري مرسته هم شامله ده چې د اوکرايين د انرژی تاسيساتو پر پياوړتيا او همدارنګه د انګليسي ژبې پر انلاين زده‌ کړو به ولګول شې.

د بريټانيا پارلمان په ځلونو پر خپل حکومت غږ کړی چې له اوکرايين سره کلنۍ مرسته مالومه او اعلان کړي، تر څو اوکراين خپل پوځي پلانونه ورسره پراخ کړي.

ويل کېږي چې اروپايي ټولنه او امريکا هم غواړي د اکراين جګړې لپاره له اکرايين سره خپله پوځي مرسته زياته او وروستۍ کړي.

د روسيې او اوکرايين تر منځ جګړه شديده شوې او اوکراييني ځواکونو د پوځي مهماتو له کمبود سره مخ دي.

امريکا کې پر کانګرس د واکمنو جمهوريتپالو له لوري له اوکرایين سره خپله ۶۰ ميليارده ډالري پوځي مرسته ځکه ځنډولې چې له حکومته غواړي داپيسې دي د جنوبي آمريکا سره د پولو پر پياوړتيا ولګول شې.

بل لور ته اروپايي ټولنه کې بيا د هنګرې لومړي وزير د بروکسل سره د مالي کړکېچ له کبله د اوکرایين سره د خپلي ۵۰ ميليارده يورو پوځي مرستي پلان ځنډولی دی.

هېره دي نه وې چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري مياشتي د ۲۴ نيټې راهيسي کله چې روسيې پر اوکرايين پوځي يرغل وکړ د اروپايی ټولني، امريکا، بريټانيا، فرانسې، کاناډا او يو شمېر نورو هيوادونو له لوري له اوکرايين سره د کابو ۳۰۰ ميليارده ډالرو په ارزښت پوځي مرستې شوي دي او لاهم دا ارقام د زياتېدو په حال کي دي.

| جان هوون: د طالبانو واکمنۍ سره په سيمه کې ترهګري ډلې زړوري شوي