آسیا نړۍ

امريکا: د کرمان خونړۍ چاودنې افغانستان کې پلان شوې وې

د رويټرز خبري اژانس د امريکا د استخباراتي ادارې د دوو چارواکو له قوله چې نوم یې نه دی ښودلی ويلې چې د ايران په کرمان ښار کې خونړۍ چاودنې د داعش افغانستان څانګي کړې وې او دا پلان د افغانستانه جوړ شوی و.

کرمان کې د دغه خونړيو بريدونو پړه د داعش خراسان څانګه چې د امريکايي چارواکو په خبره په افغانستان کې فعاله ده منلې ده.

د ايران په کرمان ښار کې د تيري چهارشنبې په ورځ د قاسم سلیماني په څلورم تلين کې يادو چاودنو څه باندي ۸۹ کسان ووژل او تر دوه سوه پنځوس تنو يې زيات ژوبل کړل، چې د وژل شويو څخه ۳۰ تنه يې ماشومان ول.

امريکايي سرچينې د استخباراتي چارواکو له قوله ويلي چې په دغو چاودنو کې د داعش افغانستان څانګه لاس لري او دا ډله په افغانستان کې قوي پټنځايونه لري.

بل خوا د امريکا د ملي امنیت شورا وياند جان کربي هم وايې چې شک نسته چې دا بريد دې داعش نه وي کړئ، داعش په افغانستان کې قوي ځالي لري او له دې هيواده نړۍ ته ګواښ پېښولای شي.

کربي.”که څه هم د دغې يوې پېښې پر بنسټ د داعش کمي او کیفي ځواک ارزول سخت دي، خو لکه موږ چې پخوا هم ویلي، داعش یو د پام وړ خطر دی. دوی تر ډېره له افغانستانه فعال دي او هلته یې مرکزیت جوړ کړی او دوی د افغانستان خلکو ته او سیمې ته ګواښ پېښولای شي.”

د کرمان په دغو خونړيو چاودنو کې ۱۲ تنه‌ افغانان هم وژل شوي و چې له جملې څخه يې شپږ تنه ښځې او پنځه ماشومان ول.

د ايران استخباراتي ادارې ويلي چې ددې چاودنو په تړاو یې په بيلابيلو ولايتونو کې نهه تنه د ترهګرو سره د ملاتړ په تور نيولي دي.

ايراني چارواکو ويلې چې يادي چاودنې دوو ځانمرګو بريدو ګرو کړې دي چې يو تن يې تاجکستانۍ تبعه دې، او د دوهم کس په باب څېړنې رواني‌دي.

هېره دي نه وي چې د ايران د انقلاب ساتي يا سپاه پاسداران ځواک پخوانی قومندان قاسم سلیماني څلور کاله وړاندي عراق کې د امريکايی بې پيلوټه الوتکې په يوه برید کې ووژل شو، هغه مهال ايراني چارواکو ژمنه کړې وه چې عاملينو ته به يې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

| د ايران د کرمان د چاودنو پړه داعش خراسان ډلې منلې
    Exit mobile version