آسیا نړۍ

ايران پر حوثيانو د امريکا او بريټانيا بريدونه غندلي، سعودي د زغم غږ کړی

حوثيانو

امريکا او بريټانيا تېره شپه د يو لړ ګډو پوځي عملیاتو په ترڅ کې په يمن کې د حوثيانو پر اهدافو بریدونه وکړل.

د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي چې دا بريدونه په سره سمندرګي کې پر بيړيو د حوثيانو د بريدونو په غبرګون کې کړي دي.

بايډن ويلې چې آسټراليا، نیدرلند، کاناډا او بحرين هم د يادو عملياتو سره ملاتړ او مرسته کوي.

ايران د بريتانيا او امريکا له لوري د حوثيانو پر اهدافو دغه بريدونه غندلې او دا يې د يمن پر ارضي تمامیت او خپلواکي د ښکاره تېري په مانا بللي.

سعودي عرب له کلونو راهيسي په يمن کې پر حوثیانو بریدونه کوي خو د يادو بریدونو په ترسره کولو يې د زغم او حوصلې غوښتنه کړې ده.

حوثیان په سيمه کې د ايران د ملاتړه برخمنه ډله ده چې له کلونو راهيسي د يمن واک له دې ډلي سره دی او له څه مودې راهیسي په سره سمندرګي کې پر هغو بيړيو بریدونه کوي چې د اسراييلو په ملاتړ رواني وي.

د حوثيانو وياند یحیی سريع ويلې چې د امريکا او بريټانيا له لوري په دغو بريدونو کې يې پنځه غړي وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

د حوثيانو د بهرنیو چارو مرستيال وزير په يوه بيان کې ويلي چې امريکا او بريټانيا به د يادو بریدونو لوی پور پري کړي.

بل لور ته بيا په ملګرو ملتونو کې د روسيې دايمي ماموريت پر يمن د امريکا او بريټانيا بريدونو په تړاو د جمعې په ورځ د امنيت شورا د عاجلي غونډې د جوړیدو غوښتنه کړې.

ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کاناني په خواله رسنۍ ټیلیګرام کې د یاد وزارت په ګروپ کې ویلي، دا بریدونه به په سیمه کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ له ډېرولو پرته بله پایله و نه لري.

بل لور د لبنان حزب الله ډلې هم دا بریدونه غندلي دي. د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د دې ډلې له قوله ویل شوي دي د امریکا یرغل تائیدوي چې امریکا په غزه او سیمه کې د صیهوني دښمن له لاسه رامنځته شویو ډله ییزو وژنو او تراژیدیو کې په بشپړه توګه شریک دی.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان هم د امريکا او بريټانيا له لوري پر يمن د يادو بریدونو غندنه کړې او دايې په منځني ختيځ د ښکاره کړکېچ لپاره دامريکا او متحدانو هڅي بللي دي.

د يادونې وړ ده چې پر یمن د تېرې شپې له بریدونه وروسته د تیلو بیې ۴ سلنه لوړې شوې دي. داسې وېره هم شته چې دغه بریدونه ښايي په منځي ختیځ کې تاوتریخوالی لا ډېر کړي او له دغې سیمې د تیلیو صادرات ټکني کړي.

| د اسراييلو پوځ د غزې په شمال کې د حماس ډلي د لمنځه وړلو خبر ورکړ.