امریکا نړۍ

پنسیلوانیا کې د کمپاين پر مهال د جوبايډن سپکاوی شوی

د جوبايډن سپکاوی

په دې وروستیو کې د امريکا پنسیلوانیا ايالت ته د امريکا ولسمشر په سفر کې ځینو کسانو د سپکاوي ډکو شعارونو چې (کور ته ولاړ شه او ته یوه بايلونکی یې) د سختو منفي خبرو او غبرګونونو سره مخ شو.

په امریکا کې د جوبایډن سپکاوی په داسې مهال کې وشو چې بایډن د دې هېواد پنسیلوانیا ايالت ته تر سره شو، هغه د ځینو کسانو لخوا د ‘کور ته ولاړ شه او ته یو بايلونکی یې’ شعارونو په ويلو سره د سخت منفي غبرګونونو سره مخ شو، چې د جوبايډن سياسي تګلاره یې تر سوال لاندې راوستله.

د جوبايډن سپکاوی هغه وخت وشو چې بایډن د خپل اقتصادي پلان ترويج لپاره د ځينو کوچنیو کسبونو او صنايعو د نندارتون څخه لیدنه کوله؛ په ياد نندارتون کې ځینو نندارچيانو په سختو الفاظو سره د هغه پالیسیو ته غبرګون ښودلی وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امريکا يوه سناتور جان هوون هم د امريکا د ولسمشر جوبايډن پاليسي او پرېکړې ناسمي بللې وې، هغه زياته کړې وه چې د جوبايډن تر ټولو لويه غلطي د افغانستان څخه امريکايي ځواکونو ايستل وه، د هغه په خبره د امريکايي ځواکونو په وتلو سره اکراين پر روسيې حمله وکړه او د افغانستان په ګاونډيو سيمو کې ترهګرۍ نوره هم وده کړې ده.

| جان هوون: د طالبانو واکمنۍ سره په سيمه کې ترهګري ډلې زړوري شوي