آسیا نړۍ

ايران په ۱۰ ورځو کې د خراسان ولايت څخه ۱۴ زره افغانان ايستلي

افغانان ايستلي

د ايران د خراسان ولايت سرحدي قوماندان سردار مجيد شجاع تازه ويلي چې په ۱۰ ورځو کې يې د تايباد او اسلام کلا له لارې ۱۳ زره او ۸۵۲ افغانان له دغه ولايته ايستلي او افغانستان ته يې شړلي دي.

سردار مجيد شجاع د يونۍ/يکشنبې په ورځ د مرغومې پر ۲۴مه د ايران دولتي ټلویزیون ايرنا سره په خبرو کې زياته کړې چې د غیري قانوني بهرنیانو د ايستلو د لړۍ په دوام سره يې د ايران څخه دغه شمېر افغانان ايستلي او د دوغارون دروازې له لارې د افغانستان د حکومت استازو ته سپارلي دي.

هغه ټينګار کړی چې د بهرنيو هېوادونو وګړي بايد په قانوني او رسمي توګه ايران ته داخل شي، پرته له هغو به د ايستلو د غوڅ دریځ سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو ۹ مياشتو راهيسي د ايران څخه شاوخوا يو ميليون افغانان افغانستان ته په جبري توګه ايستل شوي دي چې د دې څخه يې ۵۲۰ زره افغانان يوازي د ايران د خراسان ولايت څخه افغانستان ته را ايستل شوي دي.

ويل کېږي چي د ايران د خراسان ولايت  ترکمنستان سره ۵۳۱ کيلومتره او د افغانستان سره ۳۰۲ کيلومتره ګډه پوله لري، چې د دغې پولي په شاوخوا کې قاچاقي لاري جوړي شوي دي او افغانان له دغو لارو ايران ته ځان رسوي.

ايران مخکې د امنيتي دلايلو په پار د افغانانو د ايستلو لړۍ پيل کړې وه، خو کله چې د دې هېواد په کرمان کې د قاسم سلیماني د تلين په مراسمو کې دوه پرلپسې خونړۍ چاودنې وشوې، دغه هېواد د افغانانو د ايستلو په پرېکړه کې نور هم جدي شوی دی.

| ايراني مقاماتو خبر ورکړی چې افغان کډوال بايد په ۱۳ ورځو کې له کرمانه ووځي