اروپا نړۍ

ملکه مارګرېت د ۵۲ کالو واکمنۍ وروسته د ډنمارک باچاهي پرېږدي

د راپورونو پر بنسټ د ډنمارک ملکې د ۵۲ کالو باچاهۍ کولو وروسته د واک څخه د ليري کېدو پرېکړه کړې.

د ډنمارک ملکې دوهمې (مارګرېت) د ترټولو د زيات وخت باچاه په توګه د ۵۲ کلنۍ وروسته د واک څخه ليري کېږي.

په همدې حال مارګرېت د نوي زېږديز کال پر رارسېدو سره په خپلو خبرو کې اعلان وکړ چې د ۵۲ کاله واکمنۍ وروسته يې پرېکړه کړې چې له واکه ليري شي او واک خپل زوی ( فردريک ) ته وسپاري.

ملکه مارګرېت چې د اروپا باچا هم بلل کېږي، زياته کړې چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ پر ۱۴مه چې د دې د پلار (فردريک) د مرګ ورځ ده، له خپلې دندې څخه شاته کېږي.

په همدې حال ۸۳ کلنې مارګرېتII وويل چې هغې دا پرېکړه په تېر ۲۰۲۳ کال کې د يوه جراحي عملیات وروسته کړې وه چې اوس يې د هېوادوالو سره شريکه کړه.

په همدې تړاو اسوشيټډ پريس آژانس په يوه راپور کې ليکلي، چې د ډنمارک لومړي وزير (مته فردريکسن) په يوه خبرپاڼه کې د ملکې مارګرېت د هغو فداکاريو او خدمتونو قدرداني کړې ده چې هغې په خپل وخت کې تر سره کړي دي.

د يادونې وړ ده چې د باچاهۍ چوکۍ په ډنمارک او نورو اروپايي هېوادونو کې سمبوليکه بڼه لري او اجرايي صلاحيتونه يې ډېر کم او محدود دي.

ويل کېږي چې ملکه مارګرېت په ډنمارک کې هغه ملکه وه چې په خلکو کې يې ډېر محبوبيت درلود او پرته له کومو تشريفاتو او امنيت څخه به يې پر عامو لارو قدم واهه.

| ترکي ځواکونو په ايواجيک سمندر کې ۳۴ افغان کډوال نيولي
    Exit mobile version