منځنی ختیځ نړۍ

زرګونو اسرائیلیانو د بنيامين نتنياهو د ګوښه کیدو لپاره لاریون وکړ

د غزې په جنوب کې د اسرايلو پوځ له لوري درنه جګړه روانه ده، خو له بلي خوا بيا تل ابيب کې زرګونه اسرائيليان په دې موخه را ټول شوي چې لمړی وزير بنيامين نتنياهو بې واکه کړي.

پر غزه د اسرائیلو د بريد څخه ۸۵ ورځي تېرې شوي او لاهم دواړه لوري يو بل ته د مرکژوبلي اړولو ادعاوې کوي، خو د غزې د روغتيا وزارت بيا وايې چې د جګړې د پيل تر دا مهاله کابو ۲۱۷۰۰ تنه وژل شوي او ۵۶۱۶۵ ټپيان دي.

لاريون والو په خپلو شعارونو کې د بنيامين نتنياهو د ليري کېدو شعارونه ورکول او هغه يې تورن کړ چې د سياسي بقا لپاره جګړه اوږدوي.

د لاريون سره هممهاله په تل ابيب کې د اسرايلو د‌ دفاع‌ وزير او نتنياهو ګډ خبري کنفرانس لاره خو د اسرائيلي رسنيو له قوله دواړه کنفرانس ته حاضر نشول.

د غزې د روغتیا وزارت زیاتوي، په غزه کې یې ۲۳ روغتونونه او ۵۳ روغتیايي مرکزونه د اسرائیلو د پرله پسې بمباریو له کبله ويجاړ شوي او په دې بمباریو کې د دوی ۱۰۴ امبولانسونه له منځه تللي او سلګونه طبي پرسونل يې وژل شوي او يا هم يرغمل شوي دي.

د غزې د روغتيا وزارت پر نړیوالې ټولنې د نورو طبي مرستو پر استولو ټينګار وکړ.

| د غزې په تړانګه کې د وژل شويو فلسطيني وګړو شمېر ۱۹،۶۶۷ تنو ته ورسېد

د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۷ کسان د اسرائیلو په تازه بمباریو کې او بریدونو کې وژل شوي دي‌.

رپوټونه وايي،‌ د غزې په جنوب خان یونس کې د اسرائیلي ځواکونو او حماس ترمنځ درنه جګړه روانه ده.‌ او تېره شپه اسرائیلي الوتکو او ټانکونو د خان یونس پر شاوخوا سیمو هم درانه بریدونه کړي‌ او دواړه لوري يو بل ته د مرکژوبلي اړولو ادعاوي کوي

هيره دي نه وي چې پر غزې تړانګه د اسرائیلو په بريدونو کې زرګونه فلسطينيان وژل شوي، او ژوبل شوي دي او نړيوالي ټولنې هم په ځلونو پر اسراییلو غږ کړی چې نسل وژنه بنده کړي او غزې محاصره په شاه کړي، خو اسرائيل بيا د نړيوالي ټولنې ياد تورونه په کله ردوي.

    Exit mobile version