منځنی ختیځ نړۍ

د غزې په تړانګه کې د وژل شويو فلسطيني وګړو شمېر ۱۹،۶۶۷ تنو ته ورسېد

د غزې په تړانګه کې چې د اکټوبر له ۷مې راهيسي اسراییلي پوځیانو خپلو بريدونو ته دوام ورکړی دی تر اوسه پورې ۱۹ زره ۶۶۷ تنه فلسطینیان وژل شوي او ۵۲ زره ۵۷۶ تنه ټپيان شوي دي؛ د اکټوبر له ۷مې راهيسي په ياده سيمه کې ۵۲ زره او ۶۰۰ کورونه ويجاړ شوي او ۲۵۴ زره کورونه زيانمن شوي دي.

همدارنګه په غزه کې د جګړې د پيل راهيسي ۹۷ خبريالان وژل شوي دي چې دا په لومړي ځل نړۍ کې په لږه موده او محدوده سيمه کې د خبريالانو د مرګ ژوبلې يوه لوړه شمېره ده.

    Exit mobile version