نړیوال نړیوال سیاست

نریندرا مودي په امریکا کې د بېلتون غوښتونکو سیکانو د مشر د وژلو توطیې په اړه څېړنې کوي

د امريکا د عدليې وزارت تېره مياشت يو هندی وګړی تورن کړ چې امريکا کي يې د يو سيک مشر د وژلو پلان درلود، چې د هند د حکومت يو استخباراتي چارواکی هم پکې دخيل بلل شوی.

د هند لومړي وزير د امريکا د عدليې وزارت د دغې اعلاميې وروسته په لومړي ځل د دغې مسئلې په هکله خبرې وکړې، هغه د څلورنۍ يا چهار شنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۰مه د قوس په ۲۹مه يوې هندي رسنۍ ته وويل: «که يو څوک موږ ته هر ډول مالومات راکوي موږ به يې حتمي ګورو. که زموږ يو وګړي کوم ښه او يا بد کار کړی وي موږ چمتو يو چې ویې ګورو. موږ د قانون حاکميت ته ژمن يو»

د امريکا د عدليې وزارت د نومبر پر ۲۹مه هغه تورونه څرګند کړل، چې نکهيل ګوپتا په نوم يو هندي وګړي د هند د RAW استخباراتو مقام په لارښوونې سره د پيسو په بدل کې په امريکا کې يو بېلتون غوښتونکی سيک ووژني.
امريکايي څارنوالانو ویلي وه چې ګوپتا ته ۱۵ زره ډالر ورکول شوي وو او هغه ته يې د وژنې وروسته د ۱۰۰ زره نورو امريکايي ډالرو ورکولو ژمنه کړې وه.

د امريکا د عدليې وزارت وايي چې د ګوپتا هدف « د هند د حکومت يو فعال منتقد، چې په امريکا کې د يوې ټولنې، چې د پنجاب د جلا کېدو ننګه کوي مشر دی، وژل وو»د سيکانو دغه هندي الاصله امريکا مشر (ګورپاتوانت سينګ پانون) نومېږي چې په نيويارک کې دی. دی د (خالستان) په نوم د سيکانو د بېلتون غوښتونکې يوې ډلې غړی دی. له دغه راپور څخه وروسته سپينې ماڼۍ وويل چې دا مسئله يې تر جدي غور لاندې ده او د هند له حکومت سره یې شریکه کړې ده.

د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د لوړې کچې يوه څېړونکې کمېټه يې ټاکلې چې د دغې دوسيې ټول اړخونه وګوري.دا مسئله داسي مهال مطرح کېږي چې څه موده وړاندې په کاناډا کې هم يو سيک مشر وژل شوی وو، کاناډايي چارواکي يې پړه پر هند ور واچوله او هند دا تور رد کړی وو، او دې کار د هند او کاناډا اړيکې هم څه ناڅه خرابې کړي وې.

    Exit mobile version