نړیوال نړیوال سیاست

د ترکيې حکومت د سوريې لپاره د اسلامي دولت ډلې يا داعش اداري او مالي مسؤل نيولی دی

د ترکیې استخباراتو د سوريې د دمشق د داعش ډلې مالي او اداري مسؤل حذيفه الموري مشهور په ايوب نيولی دی؛ د ترکيې د استخباراتو سازمان MIT نوموړی د ترکيې په مرسين ولايت کې نيولی دی.

د ترکيې امنيتي سرچينې وايي چې حذيفه الموري د داعش ډلې په جلب او جذب کې مهم رول لوبولی دی، الموري د ترکيې د استخباراتو د څارنې وروسته د استخباراتو او پوليسو په ګډو عملياتو کې ونيول شو؛ په دغو عملياتو کې د نوموړي سره ۲۹ زره ډالر، ۱۵ زره ایرو ۳۲ ليرې او په دې سازمان پورې اړوند مهم برېښنايي موبايل کاریالونه نيول شوي دي چې د داعشو د پيسو د لېږد رالېږد لپاره ترې کار اخیستل کېده.

د حذيفه الموري څخه د ترکيې استخباراتو په اقرار کې يو لړ مالومات چې د ترکيې او سوريې لپاره ډېر مهم دي ترلاسه کړي دي.

    Exit mobile version