آسیا نړۍ

په چين کې د ځمکلړزې يا زلزلې له کبله تر سلو زیات کسان وژل شوي

په چين کې د سينهوا دولتي اژانس ويلي چې په سيمه ايز وخت درېنۍ يا سه شنبه ۱۹ ډسمبر (ليندۍ ۲۸) د دې هېواد په ګانسو چنګهای سيمه کې د ځمکلړزې له کبله ۱۱۱ کسان مړه شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپيان شوي دي.

د چين سينهوا خبري آژانس د يادې زلزلې د رښتر کچه ۶.۲ ښودلې خو د اروپا د مدیترانې زلزله پېژندنې ادارې بيا ۶.۱ ښودلې او ويلې يې دي کې ياده زلزله د ځمکې په ۳۵ کېلومتره ژرولوالې کې شوې.
په زلزله کې ګڼ شمېر زيانونه اوښتي چې د خلکو کورونه ړنګ شوي د برېښنا مزې پرې شوي او خلک له لوی بشري ناورين سره مخ شوي دي، د چين د ژغورنې کمېټه وايي چې ډېر ژر به زيانمنوکو سره مرسته وکړي.
په چين کې وخت ناوخته زلزلې کېږي؛ د همدې روان ۲۰۲۳ کال په اګست میاشت کې هم د دې هېواد په ختیځ کې يوه د رښتر په کچه ۵.۴ درجې زلزله شوې وه چې لسګونه ودانۍ يې وجاړې کړې وې او ۲۳ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

    Exit mobile version