نړیوال نړیوال سیاست

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون (HRCP)د پاکستان رياست د بلوڅو د جبري بې درکيو پر ضد جوړ شوي لاريون باندې تشدد کړی

د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون ( HRCP ) د جبري بې درکيو پر ضد د بلوڅو لاريون چې د جنوبي پښتونخوا د تربت څخه مخ پر اسلام آباد روان شوی، په ډېره غازي خان کې ور باندې د پاکستان حکومت لخوا د ظلم کېدو په کلکو ټکو غندنه کړې ده.

ياد کمېسيون ويلي چې په ډېره غازي خان کې د ياد لاريون ګډونوال په کوتکونو وهل شوي دي، د هغوی خېمې روانې شوي دي او همدارنګه ځينې مشران يې د پاکستان پوځ نيولي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون وايي چې دا لاريون د بلوڅو د بنيادي حقونو لپاره رارجوړ شوی دی او د دوی غوښتنې دا دې چي د عدالت تر شا دې وژنې او جبري لادرکۍ ودرېږي او بلوڅو ته دې داسي حق ورکول شي لکه څنګه چې په پاکستان کې پنجابيانو او نورو قومونو ته ورکول کېږي.

ياد کمېسيون د لاريون د نيول شوو غړو د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې ده او د پاکستان له رياسته يې غوښتي چې ياد لاريون ته دې ستونزي نه جوړوي او پرې دې يې ږدي چي تر اسلام آباده پورې د خپلو قانوني غوښتنو لپاره تګ وکړي، بلخوا د پنجاب پوليس وايي چي نيول شوي کسان يې خوشي کړي دي.

د بلوڅو دا لاريون په داسي مهال را پيل شو چې درې اوونۍ وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون هم د دغه لاريون د ملاتړ په موخه د چمن له پرلت څخه د تربت په لور روان وو چې په لاره کې د پاکستان پوځ لخوا ونيول شو او بيا اسلام آباد ته ولېږدول شو.

    Exit mobile version