Uncategorized @ps-af

مولانا فضل الرحمان به د شيخ هبت الله اخند سره ليدنه وکړي

د پاکستان د اسلامي علماو جمعيت ګوند مشر ويلي چې افغانستان ته د سفر پر مهال به د طالبانو له مشر شيخ هبت الله اخوند سره ليدنه کوي.

مولانا فضل الرحمان پرون جمعه د مرغومې ۱۵مه د پاکستان مشال راډيو سره په مرکه کې دغه څرګندونې کړي دي، هغه زياته کړې چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ وروسته یې خپله هم افغانستان ته د تلو هيله درلوده.

د هغه په خبره تېره مياشت د ډسمبر پر ۱۶مه يې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفير سره د رسمي ليدنې وروسته ورته افغانستان ته د تلو رسمي بلنه ورکول شوه او څو ورځو کې به ياد هېواد ته سفر وکړي.

ښاغلی فضل الرحمان وايي چې افغانستان ته د سفر پر مهال به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د سمولو هڅه کوي، تر څو دغه دوه مسلمان ګاونډي هېوادونو يو بل سره آزاده سوداګري او ښې اړيکې ولري، د هغه په خبره چې د طالبانو د رهبر شيخ هبت الله اخند سره د ليدو په خاطر به کندهار ته هم سفر کوي.

مولانا فضل الرحمان همدارنګه ويلي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ور سره خپل دريځ او غوښتنې شريکي کړي دي، د ده په خبره دی به د افغانستان سره د پاکستان رسمي غوښتنې هم شريکوي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ويلي وو چې افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان سفر د هغه شخصي سفر دی او د پاکستان په حکومت پورې اړه نه لري.

د يادونې وړ ده چې مولانا فضل الرحمان بايد درې ورځې وړاندې لا کابل ته سفر کړی وو، خو پاکستان ته د کندهار د والي ملا شيرين اخند په مشرۍ پلاوي د سفر په خاطر د مولانا فضل الرحمان سفر ځنډیدلی دی، شايد هغه په دې نژدې ورځو کې سفر وکړي.

| مولانا فضل الرحمن په نژدې وخت کې کابل ته سفر کوي
    Exit mobile version