سیاست کورني خبرونه

مولانا فضل الرحمن په نژدې وخت کې کابل ته سفر کوي

د پاکستان د علماوو جمعيت ګوند مشر مولانا فضل الرحمان افغانستان ته سفر کوي.

د پاکستان د علماوو جمعيت ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تازه ويلي، چې د پاکستان د ټاکنو د تر سره کېدو دمخه به افغانستان ته سفر کوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې، ښاغلي فضل الرحمن ويلي چې د پاکستان د ټاکنو ترمخه چې د فبروري پر ۸مه تر سره کېږي، افغانستان ته سفر کوي.

طالبانو څه موده وړاندې د پاکستان د علماوو جمعيت مشر مولانا فضل الرحمان ته بلنه ورکړې وه چې کابل ته سفر وکړي.

ښاغلي فضل الرحمن ويلي وه چې په اسلام آباد کې د افغانستان د سفير سردار شکيب احمد سره د ليدنې پر مهال هغه ته ياده بلنه ورکول شوې وه.

داسي ويل کېده چې مولانا فضل الرحمان د کابل او اسلام آباد د وروستيو کړکېچونو د حل لپاره بلل شوی دی، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه بيان کې ويلي وه چې مولانا فضل الرحمان د پاکستان د حکومت استازولي نه کوي.