Uncategorized @ps-af

د المان په يوه کليسا کې پر ماشومانو د جنسي تېري راز افشا شو

کليسا

په المان کې د پروټستانټ په کليسا کې پر ماشومانو د جنسي تیري کولو راز افشا شو

په المان کې ترسره شوې څیړنې ښودلې چې د ۱۹۴۶ زېږديز کال راهیسې د  پروټستانټ په کليسا کې په ۹۳۵۵ ماشومانو او تنکي ځوانانو جنسي تیری شوی دی.

د نړيوالو رسنيو د راپور له مخې دا راپور چې د پروټستانټ کليسا په غوښتنه د یوې خپلواکې څیړنېزې ډلې لخوا د دريو کلونو څېړنو په پایله کې چمتو شوی، د هانور په ښار کې له خلکو سره شریک شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي دي چې د پیژندل شوو ۳۴۹۷ تنو تیري کوونکو یا ځورونکو څخه یوه درېیمه برخه يې د کليسا مسؤلین او راهبان تشکیلوي چې ګمان کیږي پر ۹۳۵۵ تنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو باندې يې جنسي تیری کړی وي.

څیړونکي او لیکوال مارټین وازلاویک په ګوته کړې چې دا ارقام ممکن یوازې یوه کوچنۍ برخه وي. اصلي ارقام کیدای شي چې د دې څخه څو چنده ډیر زیات لوړ وي.

له دې مخکې هم د جرمني په کاتولیک کلیسا کې ورته رسوايي څرګنده شوې وه او کلیسا اعلان کړی وو چې قربانیانو ته به مالي تاوان ورکړي.

تر دې وړاندې بيا د نړۍ د زياتو هيوادونو د کاتوليکانو د کلیساوو څخه په کلیسا کې دننه پر ښځينه راهبانو د جنسې تېريو راپورونه خپاره شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کاتوليکانو مذهبي مشر پاپ پرانيس ويلي وو چې شراب/الکول د خدای له طرفه يوه سپېڅلې ډالۍ ده او څيښل يې ثواب لري.

| نيمروز کې پر يوه لس کلنه انجلۍ جنسي تېری شوی او بيا وژل شوې