پښتونخوا سینما او تیاتر

په اوسمهاله پښتو سېنما کې څه روان دي؟

په پېښور کې د مفکورې په نوم ادارې د ( اوسمهاله پښتو سېنما ) په نوم يو ورځنی سمينار را جوړ کړی وو، چې پکښې د پښتو سېنما د اوسني زوال په اړه خبرې وشوې.

د اوسمهاله پښتو سېنما په دې سمينار کې د پښتو سېنما يو شمېر لوبغاړو او ډايريکټرانو هم ګډون کړی وو.

د پښتو فلمونو او ډرامو یو مشهور لوبغاړې محمد نعيم مخلص چې د اوسمهاله پښتو سېنما په سمينار کي يې ګډون کړی وو ځلا نيوز ته وويل، چې د پښتو سېنما اوسنی زوال ځکه راغلی چې د نن دور په پښتو فلمونو کې د شرابو، ټوپکو، او ډمو ګډول رواج دي چې د پښتنو کلتور سره اړخ نه لګوي او دا وجه ده چې اوس پښتو فلمونه پښتانه د خپلو کورنيو سره يو ځای نسي کتلای.

ښاغلی مخلص همدارنګه وايي چې دا معيار د اداري فساد او رشوت په وجهه ګډوډ شوی دی ، او يو څه پکښې زموږ د پښتنو مزاج هم دی، د هغه په خبره د پښتنو د کلتور او حالاتو سره سمه سندره څوک نه اوري خو بې مانا او له معياره ليري سندرې او فلمونه بيا ډېر خلک خوښوي.

ښاغلی مخلص وايي چې افغانستان د ټولو پښتنو وطن دی او پښتانه چې چېري هم اوسېږي خو په اصل کې افغانان دي.

د پښتو فلمونه د پاکستان د وجود څخه وړاندې شروع سوي دي، د ۱۹۴۰ ميلادي کال راهيسي تر اوسه پورې د پښتو سېنما ۱۵۰۰ شاوخوا فلمونه خپاره شوي دي، د پښتو سېنما تر ټولو لومړنی فلم چې حمزه بابا ليکلی وو د ليلا مجنون په نوم په ۱۹۴۱ کې خپور شوی وو، هغه وخت چې په نړۍ کې دوهمه نړیواله جګړه هم روانه وه.

| په خيبر پښتونخوا کې وسله والو پنځه سلمانان وژلي
    Exit mobile version