پښتونخوا سیاست

د پاکستاني طالبانو تحريک (ټي ټي پي) او که د پاکستان غرني پوځيان؟

ټي ټي پي

د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي په اړه د ليکوال او ژورناليست احمدشاه ساحل ليکنه (د دوو پوځونو ترمنځ ګير پښتانه)

ټي ټي پي پښتونخوا نه نیسي، پرې نیول کیږي. ټي ټي پي پښتونخوا ته نه راځي، راوستل کیږي. ټي ټي پي جنګ نه کوي، جنګول کیږي، او ټي ټي پي د پاکستان مخالفه نه ده، بلکي یوازي داسي ښودل کیږي.

د ټي ټي پي وروستیو بریاوو او د سیمو نیولو ته مه خوشالیږئ. د پښتنو خیر یوازي په پښتنو کي دی، نه په ټي ټي پي او نه هم په پاکستان کي. تاسي که د ټي ټي پي ملاتړ په دې هیله کوی چي پاکستان ته زیان ورسوی، په تېروتنه کي یاست. که غواړی زړونه پرې یخ کړی او پاکستان مات ووینی، نو هغه په ټي ټي پي مه وهئ، ځکه هغوی یې پر هغه ځای نه وهي، چي ومري. که یي وهی، په ”پټان“ یې ووهئ، چي خبره ختمه سي. ټي ټي پي یو “لاسپوڅې” ډله ده چي ظاهراً ځان خپلواکه ښيي، خو په حقیقت کي د پاکستان تر کنټرول لاندي عمل کوي. دا ډله د پوځ د وسیلې په توګه کارول کیږي، حتی که څه هم په ښکاره د هغوی خلاف عمل کوي.

هغه شعوري پښتون چي د خپل حق او خاوري د ازادۍ خبره کوي، هغه لکه څنګه چي پاکستان ته د منلو وړ نه دی، کټ مټ دغسي او حتا تر دې هم زیات ټي ټي پي د هغه دښمنه ده. پاکستاني پوځیانو خو یوازي د شهید ګیله من له قبر څخه ملي بیرغ ټول کړ، ټي ټي پي ته که وار ورسېد، حتا په قبر کي پروت بیرغ به یې هم دباندي راوغورځوي. دا ډله د پاکستان د ستراتيژیکو ګټو د تعقیب سربېره د پښتنې ټولني د شعوري او نوي کېدو پر ضد فعالیتونه کوي. اصلاً، پښتانه د دوه ډوله پوځونو ترمنځ را ګیر دي. ښاري پوځونه چي د پاکستان رسمي ځواک دی، او بل غرني پوځونه چي همدا ټي ټي پي ده. کله چي پښتون له ښاري هغو تنګ سي، او نژدې وي چي په جنګ سي، دوی غرني پوځيان پرې راخوشي کړي او په دې توګه راپارېدلی ملي ذهنیت بیرته مهار کړي. بیا چي د غرني هغو خلاف راپورته کیږي، دوی بیرته ښاري پرې ور مرش کړي. مانا یې دا ده چي پښتون دریم انتخاب ته چي خپله د یو ځواک په توګه راڅرګند سي، نه پرېږدي.

موږ له یوه لوري وایو چي پاکستان یو جعلي هیواد دی، مانا هلته د مېشتو ولسونو په نارضایت او تر یو غولونکي او کاذب شعار لاندي جوړ سوی دی. خو له بل لوري بیا ددې هیواد حالات او اقدامات راته جعل نه ښکاري او د اصلي ګمان پرې کوو. کله چې د یو څه اساس پر جعل ولاړ وي، طبیعي ده چي د هغه هر څه بیا جعلي او غولونکي وي. له همدې امله، ویلی سو چي د پاکستان سیاست، جګړې، اقتصاد او نوري ټولي چاري جعلي دي او تل د لویو قوتونو د ګټو پر اساس تغیر کوي. یعني هیڅکله دایمي ثبات نه لري او هرکله یې چي د همغاړو بنسټيزو قوتونو ګټه په ورانۍ کي وه، ورانوي یې، او که یې په ودانۍ کي وه، بیا یې جوړوي او د اټومي طاقت نوم پرې ایږدي. اصلاً، د استخباراتي هیوادونو فلسفه همدا ده چي ټولي چاري به یې د هغه چا په کنټرول کي پر مخ ځي چي دی یې جوړ کړی وي. د پاکستان روغه او خرابه ورځ په یوې بټني یو بل ته خپله ځایونه پرېږدي. که د پاکستان اقتصاد جوړ و، هم په جعلي توګه و، او اوس که خراب ښودل کیږي، هم یوازي عوام فرېبي او جعل دی چي د لویو ستراتيژیکو اهدافو د ترلاسه کولو پر اساس کیږي.

څوک چي د اټوم لرلو دعوه کوي، د هغوی اقتصاد داسي په نري تار نه وي تړلی. د پاکستان اوسنی وضعیت کاملاً ختایستونکی او پلان سوی دی. که داسي ونه کړي، بیا یې هغه توري سیاسي معاملې چي په راتلونکي کي یې ترسره کوي، د عوامو تر پوښتني لاندي راځي. دوی مجبوره دي چي خپل خلک په مرګ ونیسي، او په تبه یې راضي کړي. دا جالبه د اقتصاد ځوړ او خرابېدل دي چي د پوځ په مهماتو، اعاشه، البسه او مرمیو کي کمی نه راځي، او ددې سربېره لوی عملیاتونه هم پلانوي چي هرګز د پراخو مالي امکاناتو پرته ممکن نه وي، خو یوازي د عوامو له جېبونو پيسې ورکي دي. دا د سوال او سوچ ځای دی.

څه کول پکار دي؟
موږ څو ځله مخکي هم ویلي، بیا هم وایو چي که پښتانه د روانو حالاتو په اړه بې تفاوتي اختیار کړي، لیري نه ده چي د ټي ټي پي رحم ته پاته سي. سیاسي تحولات زموږ جرګو او غونډو ته انتظار نه کوي. هغه را روان دي، که څوک یې مخه نیسي، همدا یې تر ټولو ښه شېبه ده. یوازې یووالی او یو موټی کېدل بسنه نه کوي. بلکي ټول پښتانه مشران باید په ګډه د راتلونکي احتمالي حالت د مخنیوي لپاره د حکومت د جوړښت په څېر د یو اجرایوي تشکیل طرحه جوړ کړي. که د پاکستان پوځ او نوري حکومتي ادارې له پښتونخوا، او په ځانګړې توګه له قبایلي او نورو سیمو څخه راوځي، تشه به یې څوک ډکوي؟ ټي ټي پي او که پښتانه مشران؟ په دې باید خبر اوسئ چي د پاکستان او امریکا غوښتنه ټي ټي پي ده، او د همدې لپاره دې ډلي تېر کال خپل بشپړ تشکیل جوړ او اعلان کړ. دا ساده خبره نه ده. که پښتانه او مشران یې واقعاً هم غواړي چي د پاکستان او امریکا د لویو سیاسي لوبو قرباني نه سي، باید لاس په کار سي او د هر ډول ریسک سربېره د ژغورني او دفاع هڅي وکړي. کنې، هغه ورځ لیري نه ده چي د ”نور ولي محسود“ له لوري به ورته د عمومي عفوي د اعلان ترڅنګ وویل سي چي نور له هر ډول سیاسي فعالیتونو ډډه وکړئ، پر خپلو کورونو کښېنئ او ”له امن څخه خوند واخلئ.“

لهذا، منظور د یو ورځنيو پاڅونونو ور اخوا، باید پښتانه لویو تظاهراتو ته تیاري کړي. که یوازي د اکتوبر پر جرګې تمرکز کیږي، ممکن ډېر نور څه د لاسه ورکړو. دې جرګې ته دوه میاشتي وخت پاته دی، او په دومره زیات وخت کي هر څه پېښېدلی سي. تاسي ولیدل چي افغانستان فقط په یوولس ورځو کي سقوط سو. منظور د عامو پښتنو په ملاتړ باید هغو سیاسي مشرانو ته چي په روان نازک حالت کي هم مشخصاً د خپل قام تر شا نه دریږي او پر ټول پاکستان غېږ راتاوه وي، لیکه کش کړي چي د چا سره دریږي؟ پاکستان که پښتانه؟ دریم انتخاب نه سته. که د اسلام اباد سره دریږي، دا په دې مانا چي دوی هم د پاکستان په جعلي او زرګري جګړو راضي دي او د پښتونخوا په سقوط کي رول لري. په دې صورت کي چي کوم تصمیم د پاکستان پر وړاندي نیول کیږي، هغه به ددې اشخاصو په اړه هم وي. او که د خپل قوم سره دریږي، حداقل، که په نهایت که پښتونخوا سقوط هم وکړي، نو خپل وجدان ته خو به سلامت وي چي د باطل نه، بلکي د حق په صف کي ولاړ و.

| هبت الله اخند د پاکستاني طالبانو غوښتي چې پاکستان کې بريدونه کم کړي