پښتونخوا

په خيبر پښتونخوا کې وسله والو پنځه سلمانان وژلي

پاکستاني پوليسو خبر ورکړی چې نامالومو وسله والو د خيبر پښتونخو په ميرعلي کې پنځه تنه سلمانان (نايان) وژلي.

د سيمي د پوليسو يوه قوماندان جمال خان رسنيو ته ويلي چې د يادو وژل شوو کسانو د وژنې پړه چا نه ده منلې او نه يې هم د وژنې انګېزه مالومه ده، خو د سيمې خلک وايي چې وژل شوي کسان سلمانان دي چې د بېلابېلو سلمانيو په دوکانونو کي یې کار کاوه.

ميرعلي د خيبر پښتونخوا د شمالي وزيرستان هغه سيمه ده چې ډېر کلونه د پاکستاني
طالبانو د پټنځای په توګه پېژندل کېدله، خو وروسته بيا د پاکستاني پوځيانو په عملياتو کې دغه سيمه د طالبانو څخه پاکه شوه، چې اوس بيرته د طالبانو په پټنځای بدلېدونکې ده.

ويل کېږي چې تر دې وړاندې د وزيرستان په ځينو سيمو کې د پاکستاني طالبانو لخوا د ږيري کوچنۍ کول او په غربي سټايلونو د سر ورېښتان جوړول منع شوي وو.

پاکستان په دې وروستيو کې د تحريک طالبان پاکستان د ډېرو حملو شاهد دی، چې د پاکستان حکومت یې زيات وخت پړه پر افغانستان ور اچوي او ادعا کوي چې د تحريک طالبان پاکستان غړي په افغانستان کې روزل کېږي او وسلې ورکول کېږي، طالبانو څو ځله دغه ادعاوې ردې کړي دي او په غبرګون کي يې ويلي د افغانستان حکومت د پاکستان د امنيت نيولو زمه واري نه لري.

| په خيبر او جنوبي پښتونخوا کې د تازه بريدونو له کبله څو پوليس وژل شوي

    Exit mobile version