راپورونه کورني راپورونه

ذبيح الله مجاهد وايي هېواد کې د داعش ډلې ۸۰ کسان پاتې دي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په ټول هېواد کې د داعشو شمېر ۸۰ کسانو ته راټيټ شوی دی.

ذبيح الله مجاهد دا څرګندونې د طالبان نيوز ټلويزيون سره په خبرو کې کړي دي او زياته کړې يې ده چي ډېر ژر به د داعش ډلې دغه کسان د طالبانو لخوا تر پېژندنې وروسته زندان ته ولېږل شي.

ښاغلي مجاهد همدارنګه وويل، چې په افغانستان کې د داعش ډلې ټول پټنځايونه له منځه وړل شوي دي او نور د دې ډلې څخه هېوادوالو ته هيڅ خطر موجود نه دی.

ښاغلي مجاهد زياته کړې: ” د داعش ډلې ډېر کم کسان پاتې دي چې شمېر يې له ۷۰ څخه تر ۸۰ پورې رسېږي، که څوک وي هم په تېښته دي او تر څارنې لاندې دي، د هغوی ټول مرکزونه له منځه تللي دي»

ښاغلي مجاهد همدارنګه ويلي: « د داعش ډلې زيات شمېر يې په زندانونو کې دي او تر محاکمې لاندې دي، ډېر لږ کسان یې پاتې دي چې ان شاء الله هغه به هم ډېر ژر ونيول شي، او د هغوی ټول فعاليتونه مو ور بند کړي دي»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو مياشتو کې داعشو د هېواد په ځينو برخو کې يو شمېر چاودنې تر سره کړي وې چې لسګونه افغانانو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې وه.

ويل کېږي د دې سره سره چې طالبان د افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د پاکېدو‌ ادعاوې کوي، خو بيا هم ګاونډي هېوادونه وايي چې په افغانستان کې د سيمي د ځينو ترهګرو ډلو پټنځايونه شتون لري، دا هغه موضوع ده چې طالبانو له وړاندې رد کړې ده.

| د ترکيې حکومت د سوريې لپاره د اسلامي دولت ډلې يا داعش اداري او مالي مسؤل نيولی دی
    Exit mobile version