په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په پښتونکوټ او ګرزیوان ولسوالیو کې دوو ځوانو مېرمنو ځان وژنه کړې ده.
په لومړۍ پېښه کې نن دونۍ/دوشنبه (د لړم ۱۴ مه) د فاریاب ولايت د پښتونکوټ ولسوالۍ په «تحت زغن» کلي کې د «عرفې» په نوم يوې ١٨ کلنې مېرمنې ځان زندۍ کړ او خپل ژوند يې پای ته ورساوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، عارفه واده شوې وه، خو د خپل پلار په کور کې يې ځان په رسۍ سره ځړولى دى. د دغې ځوانې ښځې د ځان وژنې لامل «کورنۍ تاوتریخوالی» بلل شوی دی.
په دويمه پيښه کې نن سهار د فارياب ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ د قلعه شاهان په کلي کې د «ګل افزار» په نوم يوې ٢٢ کلنې ښځې ځان وژنه کړې ده.
ګل افزار هم واده شوې وه او د زهرو په خوړلو یې خپل ژوند پای ته ورساوه. د دغې ځوانې ښځې د ځان وژنې لامل هم «کورنۍ شخړه» بلل شوې ده.
وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د فاریاب په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.
کورنۍ تاوتریخوالی، د راتلونکي په اړه نا امیدي، بې وزلي، وزګارتیا او رواني ناروغۍ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ځان وژنې اصلي لاملونه بلل کېږي.