راپورونه کورني راپورونه

يعقوب مجاهد وايي، په هېواد کې پاکستانيان او تاجکستانيان ترهګريز فعاليتونه کوي

يعقوب مجاهد وايي، چې پر ديني مراکزو په ترسره شويو بريدونو کې تاجکستانيان او پاکستانيان لويه ونډه لري.

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزير ملا یعقوب مجاهد دا څرګندونې د امنيتي او تصفيوي کميسون په خبري ناسته کي وکړې.
ښاغلي مجاهد زياته کړه چې پر مساجدو، خانقاو، ديني مدارسو او علماؤ باندي په ترسره شويو بريدونو کې لويه ونډه د تاجيکستان او پاکستان ده.
د نوموړي په خبره چې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې لسګونه تاجکستانيان وژل شوي او لسګونه نور بيا ژوندي نیول شوي دي.
د ملي دفاع سرپرست زياته کړه چې په هيواد کې د امنيتي ګډوډيو په تنظيم کې دوهم لاس د پاکستان دې او ددې هيواد شل شرير اتباع يې وژلي او سلګونه يې ژوندي نيولي دي.
يعقوب مجاهد په خپلو خبرو کې وويل چې امارت په بشپړ ډول د‌ دوحې تړون ته ژمن دی او چاته به اجازه‌ ورنکړي چې دا خاوره د نورو ملکونو په وړاندي وکاروي.
يعقوب مجاهد زیاتوي چې هيچاته به اجازه ورنکړو چې افغان ځوانان د نورو په خلاف وکاروي او له مجبوريته يې غلطه استفاده‌ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري ممتاز زهرا بلوڅ ويلي وه چې اوس هم په افغانستان کې د پاکستان مخالف ترهګر روزل کېږي او هغوی ته پټنځايونه ورکول شوي دي.
همدارنګه د ممتاز بلوڅ د څرګندونو څخه يوه ورځ وروسته د پاکستاني پوځ په يوه ناسته کې هم اړوندې موضوع ته اشاره شوې وه، د پاکستان پوځ ويلي وه چې ترهګرو ته پرمختللي وسلې له افغانستانه راځي، هغوی همدرانګه ويلي وه چې د خپلو مخالفينو او د هغوی د ملاتړو پر خلاف به ډېر ژر نوي اقدامات تر سره کړي.
    Exit mobile version