آسیا نړۍ

پاکستاني ځواکونه: ترهګرو ته پرمختللي وسلې له ګاونډي هيواده ورکول کېږي

پاکستاني ځواکونه وايي چې تحريک طالبان پاکستان يا (ټي ټي پي) پرمختللي وسلې د يوه ګاونډي هېواد څخه ترلاسه کوي.

د پاکستان پوځ په يوه بيانيه کې ويلې چې پاکستاني ځواکونو یوه ناسته تر سره کړې ده او په ناسته کې يې ويلي، په ګاونډي هېواد کې طالبانو ته پټنځايونه، آزاد ګرځېدل او پرمختللو وسلو ته لاسرسی د دې لامل شوی دی چی په پاکستان کې نا امني رامنځته کړي.

په دې ناسته کې تصميم نيول شوی دی چې د ټولو ترهګرو، د هغوی د روزونکو او ملاتړو په شمول به د خپل ټول قدرت څخه په استفادې مقابله کوي.

په بيانيه کې راغلي چې پاکستاني ځواکونه به د ټولو پاکستاني بنسټونو په همکارۍ د دغو جنايتونو په مخ نيوي کې په ګډه کار کوي.

په دې ناسته کې همدارنګه ويل شوي چې پاکستان د کشميري وړونو سره خپل سياسي، اخلاقي او ډيپلوماتيک ملاتړ ته دوام ورکوي، او ډېر ژر به د کشمير مسئلې ته يو نړيوال حل پيداکوي.

ويل‌ کېږي چې په دې ناسته کې د فلسطين په ملاتړ هم خبرې شوي او د اسراییلو څخه يې غوښتي چې په غزه کې ژر تر ژره اوربند وکړي.