راپورونه کورني راپورونه

هبت الله اخندزاده د واليانو په شمول د ۱۳ طالب چارواکو چوکۍ سره بدلې کړي دي

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د یو شمېر مرستیالانو او واليانو په ګډون ۱۳ د طالب چارواکو چوکۍ يو له بل سره بدلې کړي دي.

د چوکيو د بدلې رابدلې په روانه سلسله کې ، د طالبانو د اورګاډي پټلۍ رییس بخت الرحمن شرافت د طالبانو له خوا د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده پر ځای ټاکل شوی دی.

هبت الله اخندزاده د طالبانو د کندوز پخوانی والي نصیر احمد نصرت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرستیال او د ۲۰۵ البدر لوا قوماندان محمد خان دولت د کندوز د والي په توګه ټاکلی دی.

د طالبانو مشر همداراز د هلمند د ګرشک ولسوال حیات الله مبارک د غور د والي په توګه او د غور پخوانی والي احمدشاه دین دوست د ۲۰۵ البدر قول اردو د قومندان په توګه ټاکلی دی.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت د بشري منابعو پخوانی رئیس عبدالولي اتقاني د جوزجان ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

د هلمند د موسى کلا ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان عبدالسلام حسيني د کاپيسا ولايت د نوي امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى دى.

د بادغیس د امنیه قومندانۍ پخوانی امنیه قوماندان نوراغا حیدر د غور امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

د جوزجان پخوانی امنیه قوماندان حفیظ الله پهلوان د بادغیس امنیه قوماندان ټاکل شوی دی.

د ننګرهار د پوهنې پخوانی رییس عزیزالله مصطفی د دغه ولایت د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

د کاپیسا ولایت پخوانی امنیه قوماندان محمد عثمان د کرنې او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالیې او ادارې پخوانی مرستیال رحمت الحق فاضل د دې ډلې د مرکزي دارالافتا د غړي په توګه ټاکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو دريو کلونو راهيسي هبت الله اخندزاده زاړه طالب چاروکې پر بېلابېلو پوستونو بدلوي رابدلوي، ځلانيوز ته سرچينو ويلي وو چې د طالبانو اوسني ټول مسوولين د دوحې قرارداد له مخې ټاکل شوي دي‌ چې هبت الله اخندزاده يې د منفکۍ صلاحيت نلري خو د يوه ځای څخه يې بل ځای ته بدلولی شي.

| د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په اختریز پيغام کې د نړيوالو غوښتي چې د دوی پر نېک نيت دې شکونه نه کوي

    Exit mobile version