سپورت کرکټ

هند په دوهمه شل اوره لوبه کې افغانستان ته په شپږو ويکټو ماتي ورکړه

د هند په اندور کې ددې لوبي پچه هند لوبډلي وګټله او لمړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلي د ټولو لوبغاړو په‌ سوځېدو ۱۷۲ منډې جوړي کړې او هند ته يې ۱۸۳ هدف ورکړ.

د افغان لوبډلي اوپنران که څه هم ښه ثابت نشول، خو ون‌ ډاون کې ګلبدين نايب زړوره توپ وهنه وکړه او په ۳۵ بالونو يې ۵۷ منډې وکړې.

نجيب زدراڼ بيا په دغه لوبه کې ۲۳ مجيب الرحمن ۲۱ او کريم جنت ۲۰ ډيري منډي وکړې.

د هند څخه بيا ارشډيپ سينګ درې، اکشر پټيل او روي بيشنو دوې-دوې ويکټي وسوځولې.

په نړيوالو شل اوره لوبو کې لومړی ځل دی چې افغان لوبډله د هند په وړاندي دومره لوړ هدف ټاکي.

په دوهم اننګز کې د فاروقي په لمړي اور کې دهند لوبډلي کپتان روحيت شرما خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د اوپنر لوبغاړي جيسوال او شيوام ډوبي اوږدې ملګرتيا هند لوبډله تر بريا ورسوله.

په دغه لوبه کې يسشيو جيسوال ۶۳ او شيوام ډوبي ۶۱ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې.

په توپ اچونه کې بيا افغان لوبغاري کريم جنت دوه او فضل او نوين يوه- يوه ویکټه وسوځوله.

د يادي لوبلړۍ په لمړۍ لوبه کې هم افغانستان له هند څخه ماتي خوړلې وه.

د يادونې وړ ده چې د لوبلړۍ ورستۍ لوبه به د هند په بنګلور کې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ ترسره شې.

| هند افغانستان ته په لومړۍ شل اوره لوبه کې په شپږو ويکټو ماتي ورکړه

| افغان کرکټ لوبډله به نن د هند په وړاندي د دريو شل اوره لوبو سريز پيل کړي.

    Exit mobile version