سپورت کرکټ

هند افغانستان ته په لومړۍ شل اوره لوبه کې په شپږو ويکټو ماتي ورکړه

هند او افغانستان

هند د دريو شل اوره لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې ته په شپږو ويکټو ماتي ورکړه او لوبلړۍ يې په بريا پيل کړه.

د هند او افغانستان ترمنځ د شل اوره لوبلړۍ په لمړۍ لوبه کې چې د هند په موهالي کې ترسره شوه هند پچه وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

په ټاکل شوي شل اورونو کې افغان لوبډلي د پنځو لوبغاړو په زيان ۱۵۸ منډې ترسره کړې او هند ته يې ۱۵۹ هدف ورکړ.

د افغانستان لپاره په ياده لوبه کې محمد نبی ۴۲ او عظمت عمرزي ۲۹ ډېري منډي وکړې.

د هند لپاره په بالینګ کې مکېش کمار او اکثر پټيل دوه- دوه او شيوام ډوبي يوه ویکټه ترلاسه کړه.

هند کرکټ ملي لوبډلي د څلورو لوبغاړو په زيان ياد هدف په ۱۷.۳ اورونو کې پوره کړ او افغان لوبډلي ته يې ماتي ورکړه.

د هند لپاره شيوام ډوبي ۶۰ او جتيش شرما ۳۱ ډيرې منډي وکړې.

افغان لوبغاړي مجيب الرحمن بيا په ټاکل شويو څلورو اورونو کې د ۲۱ منډو په ورکولو سره دوه او عظمت عمرزي د ۲۵ منډو په ورکولو سره يو لوبغاړی وسوځوی.

ټاکل شوې ده چې د هند او افغانستان د يادي لوبلړۍ دوهمه لوبه به د يک شنبې په ورځ په انډور کې او دريمه لوبه د چهارشنبې په ورځ په بنګلور کې ترسره شې.

د يادونې وړ ده چې يادي لوبي د ۲۰۲۴ نړيوال جام ته چمتوالي په موخه ترسره کېږي او افغان لوبډله به د هند وروسته د سريلانکا او بيا له ايرلنډ سره هم ورته لوبلړۍ ولري.

| افغان کرکټ بورډ پر دريو لوبغاړو لګول شوي بندیزونه ليري کړل