سیاست کورني خبرونه

مولانا فضل الرحمن طالبانو ته بلنه ورکړې چې د اسلام اباد او TTP ترمنځ انتخاب وکړي

په هغو مهمو خبرو کې چې د پاکستان د جمعیت علماء اسلام گوند مشر مولانا فضل الرحمان او د طالبانو مشر په کندهار کې په يوه ناسته کې سره کړي دي، مولانا فضل الرحمان ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت باید د اسلام آباد او TTP ترمنځ یو غوره کړي.

د پاکستاني رسنیو او باوري سرچینو د خبرونو له مخې، د پاکستان د جمعیت علماء اسلام گوند مشر مولانا فضل الرحمان په یوه سفر کې چې کابل ته يې وکړ، او د هغه وروسته کندهار ته په تګ سوه د طالبانو مشر ملا هبت الله اخند سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت باید د پاکستان دولت او د تحریک طالبان پاکستاني (TTP) ترمنځ یو غوره کړي.

| شيخ هبت الله اخند د مولانا فضل الرحمان د ليدو غوښتنه رد کړې

| مولانا فضل الرحمان د شيخ هبت الله اخند سره په يواځيتوب ليدنه شوې

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې د پاکستان دولت مخکې له دې اعلان کړی و چې فضل الرحمان به د اسلام اباد لخوا یو څرگند پیغام د طالبانو لوړ پوړو چارواکو ته ورسوي.

فضل الرحمان، چې په پاکستان کې یو له مشهورو سیاسي او دیني شخصیتونو څخه دی او تل يې د طالبانو ملاتړ کړی، په دې کتنه کې يې د پاکستان دولت یو څرګند پیغام د طالبانو مشر ته رسولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومتي چارواکو مخکې اعلان کړی و چې د پاکستان دولت باید د خپل امنیت د ټینګښت په برخه کې د خپل ضعف مسوولیت پر افغانستان ور ونه تپي.

    Exit mobile version