راپورونه کورني راپورونه

د طالبانو له بنده خوشي شوي زهرا محمدي ځان وژنه کړې

د هغو معترضو انجونو له ډلې څخه يوه یې چې د طالبانو له بنده تازه ازاده شوې وه، په زندان کې د ذهني شکنجو او د ازادۍ وروسته پر هغې د يو لړ بنديزونو په خاطر ځان وژنه کړې ده.

د کندوز څخه باوري سرچينو نن خالي/شنبه د مرغومې ۱۶مه رسنیو ته ويلي، دغه معترضه مېرمن ( زهرا محمدي ) نومېږي، دا د معترضو افغان مېرمنو د ډلې څخه وه چې طالبانو زنداني کړې وه او د زندان څخه د خوشي کېدو وروسته يې ځان وژنه کړې ده.

د سرچينو په خبره، دا ۲۱ کلنه مېرمن زهرا محمدي اصلي د کندوز ولايت اوسېدونکې وه، طالبانو د هغو اعتراضونو په خاطر نيولې وه کوم چې د ښځو د حقونو لپاره يې به يې کول او همدارنګه د دې پر کورنۍ يې هم فشارونه اچولي وه.

سرچينې زياتوي، چې اغلي زهرا محمدي د هغو فشارونو او ناسم وضعيت په خاطر چې د دې پر کورنۍ اچول شوی وو خپل ځان ملامتاوه او همدارنګه په زندان کې د ذهني شکنجو د تاثراتو په وجه يې ځان وژنه کړې ده.

ويل کېږي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو سره طالبانو زيات شمېر هغه کسان نيولي کوم چې د ښځو د کار، تعليم او نورو حقونو لپاره يې اعتراضونه او يا پر ټولنيزو رسنيو آواز پورته کړې وو، طالبانو تازه د کابل د ځينو برخو څخه يو شمېر انجوني د بد حجابۍ په تور نيولي دي.

طالبانو په افغانستان کې يوازي ښځينه معترضې نه دي نيولي بلکي د هېواد په زياتو سيمو کي يې نارينه فعالان هم نيولي او بيا د يو لړ بنديزونه او محدوديتونو وروسته خوشي کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې هم د ښځو د حقونو يوه معترضه مېرمن پريسا آزاده د طالبانو له بنده خوشي شوې وه، خو د هغې د ذهني توازن او روغتيا په اړه ډېر مالومات نه دي خپاره شوي.

| پريسا آزاده د طالبانو له زندانه خوشې شوې ده

 

    Exit mobile version