راپورونه علمي

د پوهنې وزارت وايي، هيڅ يو پخوانی کارمند يې له دندې نه دی شړلی

د پوهنې وزارت وايي، چې د پوهنې وزارت اړوند هيڅ يو پخوانی کارکوونکی يې له دندې نه دی ليري کړی.

<span;>د هغو راپورونو له مخې چې ويل کېدله د طالبانو حکومت پنځه زره د پوهنې وزارت کارکوونکي له دندو ليري کړي دي، تازه د طالبانو د پوهنې وزارت د تعليمي ارزوني او د ښوونکو د روزني رياست خبر ورکړی دی چې خپاره شوي راپورونه ناسم دي او هيڅ يو پخوانی کارکوونکی له دندې ليري شوی نه دی.

<span;>د هغې اعلاميې پر بنسټ چې تېره ورځ د مرغومې پر ۱۰مه د پوهنې وزارت لخوا خپره شوې ويل شوي، چې د ښوونکو د روزنې عمومي رياستونه، د تعليمي ارزونې، ساينسي مرکز، ټولنيزې هڅونې او د ليک لوست زده کړې امريت دا ټول يې تر يوې ادارې ( د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا رياست ) لاندې مدغم کړي دي.

<span;>د دغه وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې په دې اداره کې د نوو کارمندانو د ګمارلو لپاره ځيني بستونه هم په نظر کې نيول شوي او دا اداره به د تعليمي وړتياوو لوړولو او د ښوونکو او مديرانو علمي او مسلکي زده کړو برابرولو کې رغنده رول ولوبوي.

<span;>په همدې حال د پوهني وزارت يو شمېر کارمندانو ويلي چې د طالبانو د دې اقدام له وجي يې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي او د هغوی له ډلې ځينو يې ويلي چې د پنځه زره منفک شوو کسانو څخه ځيني واسطه لرونکې کسان بيرته د پوهنې وزارت په نورو برخو کې ګمارل شوي دي.

<span;>همدارنګه د طالبانو د دغه وزارت چارواکو د دغو ادعاګانو په غبرګون کې ويلي، چې د ښوونکو د روزنې او د مسلکي پراختيا په برخه کې ګمارنې د اسنادو او د نافذه قوانينو پر بنسټ تر سره کېږي او د دارالمعلمين استادانو او د تعليمي ارزونې د مخکيني جوړښت غړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

<span;>دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې داسي راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکي طالبانو د پوهني وزارت پنځه زره پخواني کارکوونکې له دندو ليري کړي دي.

د يادولو وړ ده چې دغه وزارت په دې وروستیو کې د انجونو د ښوونځيو پر ځای انجونو ته د مدرسو جوړول پيل‌ کړي دي چې دا کار د افغانانو د زياتو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی

| فوزيه کوفۍ: پنځه کاله وروسته به د انجونو له مدرسو ځانمرګې توليدېږي 
    Exit mobile version