راپورونه کورني راپورونه

د وچو سیمو زرغونولو جاپانی متخصص وايي، په افغانستان کې به د ناکامورا نابشپړه شوو کارونو ته دوام ورکوي

يو جاپاني انجينير ويلې غواړې چې په افغانستان کې د ناکامورا نابشپړه شوي پرمختيايي کارونو ته دوام ورکړي. ناکامورا چې په افغانستان کې په کاکا مراد مشهور شوی وو، څلور کاله وړاندې په افغانستان کې د يوه بريد په پايله کې ووژل شو.

په ۲۰۱۹ کال کې د جلال اباد په لومړۍ ناحیه کې د جاپاني خيريه بنسټ ( پي ام اس) مسؤل ډاکټر تتسو ناکامورا پر موټر باندې وسله وال بريد وشو چې په پايله کې يې ډاکټر تتسو ناکامورا او پنځه نور همکاران ووژل شول.

ناکامورا پوره ۳۰ کاله په افغانستان کې د زراعت، روغتيا او اوبو رسولو په برخه کې کار وکړ، د هغه د زيار په برکت په زرګونو افغان کورنيو ته د کار زمينه، د کرکېلې او څښاک اوبه او د روغتيا په برخه کې اسانتياوې برابرې شوې.

د جاپان ملي ټلويزيون (NHK) پر خپله ويبپاڼه ليکلي، چې هيګوچي تاکاشي چې د اوبو په هندسه کې تخصص لري غواړي چې په افغانستان کې د ناکامورا لارې ته دوام ورکړي.

تاکاشي ويلي چې ډاکټر ناکامورا په ۲۰۱۷ کال کې چاپان ته راغلی وو او زما څخه يې د انجينرۍ په برخه کې مرسته وغوښته، هغه وايي په اول کې مې د ناکامورا غوښتنه رد کړه مګر وروسته ناکامورا زما شرکت ته راغلی. تاکاشي زياته کړې کله چې مې د ناکامورا سره شخصي ملاقات وکړ، متوجه شوم چې ناکامورا يو لوراند او مهربان شخص دی. فکر نه کوم چې څوک دې د هغه غوښتنه رد کړي.
تاکاشي زياتوي « حتی په يو وران شوي هېواد کې د يو رښتينې سباوون احساس کوم. زه د دې سره علاقه لرم چې خلک په دې پوه شي چې اوس هم داسې خلک شته چې د نورو لپاره ژوند تېروي»

د جاپان د ملي ټلويزيون د راپور له مخې، په افغانستان کې پر هغو سيمو ۱۱ کانالونه جوړ شوي چېري چې اوبه نه وې او کرکیله نه کېده، اوس هغه سيمې سمسوري او د کرلو وړ دي او د ۶۵۰ زره کسانو په شاخوا کې خلکو خوراک او د ژوند اسانتياوې ور څخه برابرېږي.

هيګوچي په اوبو د ماندونو، د سيندونو او نورو کانالونو د وصل په برخه کې چې د اوبو لګولو د کانالونو سره نښلول کېږي تخصص لري چې د افغانستان وچې سيمي په شنو او زرغونو سيمو بدلولو کې مرسته کولی شي.

    Exit mobile version