راپورونه کورني راپورونه

راپور: تر دې مهاله څه باندې ۴۳۰,۰۰۰ افغان ګډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي.

د ځلانيوز راپور له مخې او د کره سرچينو له مخې د پاکستان وروستي سياست له مخې ۴۳۰،۰۰۰ افغان ګډوال خپل کور افغانستان ته ستانه شوي.

پاکستان دولتي راډيو پرون راپور ورکړ چې، د ورکړل شويو شمېرو سره سم د پنجشنبې په ورځ ۱،۶۳۴ غيري قانوني يا بې اسناده افغان ګډوال بېرته خپل هېواد افغانستان ته ستانه شوي.

د پاکستان حکومت په درېيم اکټوبر اعلان کړی وو، چې غېرې قانوني افغانان دې د ۳۱م اکټوبر پورې په خپله له پاکستانه ووځي او د نومبر له لمړۍ نېټې وروسته به نيول کېږي او بېرته به افغانستان ته لېږل کيږي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو، پاکستان کې پښتنو ملت پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او افغانستان کې واکمنو طالبانو پاکستان ته ويلي چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پرېکړه دې بېرته واخلي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو رييس الوزرا ملا محمد حسن اخند د کډوالو په نړيواله ورځ ۱۸م ډسمبر په يو بيان کې له هغو هېوادونو مننه کړې کومو چې کډوالو ته په کلونو کلونو یې ځای ورکړی خو ورسره یې زياته کړې وه،

“اوس زمونږ هیله دا ده چې د مهاجرينو لویې او بشري موضوع ته دې له سياسي ليدلوري او د فوري ګټو او فېصلو له زاويې نه کتل کېږي او د فشار په ډول دې نه کارول کېږي”.

د څيړونکو په نظر، د پاکستان څخه د افغانانو ویستلو تر شا يوه وجه پاکستان کې زیاتیدونکې ترهګري هم ده، خو د دوی په خيال پاکستان په دې کار سره په افغان طالبانو فشار زیاتول غواړي.

پاکستان وخت ناوخته دعوه کوي چې، د افغانستان څخه په پاکستان کې ترهګري کېږي او د تحریک طالبان پاکستان مشران او غړي په افغانستان کې ځالې لري، په افغانستان کې واکمن طالبان دې د هغو پرضد کلک اقدام وکړي.

د تېرې مياشتې (نومبر) په اتمه نېټه د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي وو، “افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د ۶۰ سلنې پورې زياته شوې ده”.

خو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان د نګران وزيراعظم دعوو او تورونو ته په غبرګون کې ویلي وو، څنګه چې طالبان “په افغانستان کې امن غواړي دغه ډول په پاکستان کې هم غواړي”.

هغه ويلي وو، طالبان “چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي او په پاکستان کې دننه امن په ځای کول د طالبانو زمه واري نه ده”.

” مجاهد وايي پاکستان دې خپلې کورنۍ مسلې په خپله حل کړي او د خپلو ناکاميو زمه واري دې په افغانستان نه اچوي”.

    Exit mobile version