سپورت کرکټ

اففانستان کرکټ بورډ نولس کلنو نړیوال جام ته ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړه.

د اففانستان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلې چې ياده لوبډله د لوبغاړو د غوراوي کمیټې له لوري تر ارزونې ورسته اعلان شوه.

د نولس کلنو کم عمره نړيوال جام ښايې د رواني جنورۍ مياشتي پر ۱۹ نېټه پيل شي.

د لوبډل مشر نصير خان په مشرۍ په دغه لوبډله کې نعمان شاه، حسن عيسی خيل، وفي الله ترخېل، خالد تڼي وال، علي احمد ناصر، جمشيد زدراڼ، سهيل خان زرمتی، رحيم الله زرمتی، الله محمد، عرب ګل مهمند، فريدون داودزی،بشیر احمد، خليل احمد، ذاهد افغان او په احتياطي لوبغاړو کې واحد الله زدراڼ، ناصر حسن او عثمان شینواری شامل دي.

افغان نولس کلنو کم عمره لوبډلې تر نړيوال جام وړاندي اسياکپ او د سويلي افريقا او هند سره درې اړخیزه سريز هم پيل کړی و چې تر دا مهاله يوه بريا او درې ماتي له ځان سره لري.

د نولس کلنو کم عمره لوبډلې په ټاکلو کې يو شمېر داسي لوبغاړي هم ښکارې چې دغوراوي کمپ کې نه تر سترګو کېدل.

د کرکټ مينوال په دې باور دي چې کرکټ بورډ ياد جام ته هم د روابطو په اساس لوبډله اعلان کړې، او وړتيا ته پکښې پام ندی شوی.

د کرکټ د چارو شنونکی جعفر هاند ليکلې دا ځوانان په اسياکپ کې هم له ماتې سره مخامخ ول او د هند او سويلي افريقا سره په درې اړخیزه سريز کې يې هم کومه نتيجه ورنکړه.

ښاغلې هاند ليکلي چې که څه هم د‌ نولس کلنو د لوبډلې تر برياو ماتې ډيري دي خو ځوانان دي بايد تجربې ترلاسه کړې او مسلسل ولوبول شې، تر څو د افغانستان لپاره ښه لاسته راوړنې ولري.

هېره دي نه وې چې د نولس کلنو کم عمره نړيوال جام سيالۍ چې د جنورۍ پر ۱۹ نېټه پيلېږي، افغانستان پکښې د پاکستان، نيپال او نیوزلینډ سره لوبي لري.

    Exit mobile version