سپورت کرکټ

افغان پريميم کرکټ لوبډلې د امريکا پريمير ليګ اتلولي وګټله

د امريکا په ټکزاس ايالات کې د امريکا پريمير ليګ د سياليو پای لوبي ته د هند پريميم او افغان پريميم لوبډلو لاره پيدا کړې وه چې افغان پريميم لوبډلي و کولای سول چې په ۲۴ منډو هند پريميم لوبډلي ته ماته ورکړي او دا جام په خپل نوم کړي.

پريميم لوبډله کې عثمان غني د درو پنځوسيزو او يوې سليزي په مټ د ليګ غوره توپوهونکی اعلان سو او ورته جايزه ورکړل سول.

عثمان غني، احسان جنت، يوسف ځاځي او دولت احمدزی، د افغانستان په ملي، الف او نولس‌ کلنو لوبډلو کې هم لوبيدلي او هيواد ته يې وياړونه راوړي دي.

هېره دي نه وي چې د افغان پريميم مالي ملاتړ د افغان ويليج‌ په نوم د افغانانو يو رستورانت په غاړه اخيستی و.

| افغان کرکټ ملي لوبډله نن د عربي اماراتو په وړاندي دوهمه لوبه ترسره کوي.

    Exit mobile version