پښتونخوا

منظور پښتین کويټې ته د خپل سفر په ترڅ کې يو لړ تنظيمي پرېکړې تر سره کړي دي

پښتین

 جنوبي پښتونخوا په کويټه ښار کې د پښتون ژغورني غورځنګ د مرکزي کمېټۍ دوه ورځنۍ غونډه د دې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین په مشرۍ کې تر سره شوه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د رسنيو څانګې پرون (دونۍ/دوشنبه د غبرګولې پر ۱۴مه او د جون پر ۳مه نېټه) پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې په ياده غونډه کې له نورو ډېرو پريکړو سره سره د منظور پښتین او نورو غړو لخوا يو څو بنسټيزې تنظيمي پريکړې شوي دي.

د دې غورځنګ لخوا څلور پرېکړې شوي چې په لاندې توګه ورته د غورځنګ د رسنيو لخوا تشريح ورکول شوې ده.

لومړی: د زده کوونکو (طالب علمانو) غړيتوب، پښتون ژغورني غورځنګ به په ښوونځيو، پوهنتونونو او ټولو تعليمي څانګو کې د زده کوونکو غړیتوب کوي.

دوهم: ښځينه غړيتوب، دغه غورځنګ ليکلي چې پښتون ژغورني غورځنګ د پښتنو خويندو له پاره د غړيتوب عمل ښه په منظمه توګه پر مخ وړي، چې دغه کار به د مرکزي کمېټۍ د غړې اغلې نسيمه مندوخېل په مشري کې کيږي.

درېيم: وکلا فورم، پښتون ژغورني غورځنګ په خپل تنظيم کې خپلو وکيلانو ته برخه ورکوي. او د دغه غورځنګ په خبره يوه منظمه قانوني څانګه به جوړوي.

څلورم: د شمالي وزيرستان جلسه، پښتون ژغورني غورځنګ به د لوی اختر څخه وروسته په شمالي وزيرستان کې د پښتونخوا وطن د روانو حالاتو په تناظر کې يوه لويه ولسي مزاحمتي جلسه کوي.

| د منظور پښتين ټپه او د زرګونو خلکو څرګندونې

دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د څو مياشتو راهيسي په تنظيمي چارو مصروف دی، د دغه غورځنګ سره د همکارو رسنيو د راپورونو له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او ور سره مرکزي کمېټۍ د خيبر او جنوبي پښتونخوا ټولو ولسوالیو، ناحيو او کليو ته سفرونه کوي او د يوه منظم جوړښت لپاره هڅې کوي.

| منظور پښتين جان اڅکزي ته: پاکستان کې وژنې ستاسو د بادارانو د پاليسيو پايله ده