پښتونخوا

د منظور پښتين ټپه او د زرګونو خلکو څرګندونې

د منظور پښتين ټپه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين تېره شپه پر خپل فېسبوک يوه ټپه وليکل چې په محکومه خاور کې مېشتو پښتنو ته يې د خپلواکۍ لوی پيغام ورکړ.

منظور پښتين پرون د جمعې په ورځ د سلواغې پر ۲۷مه او د فبرورۍ پر ۱۶مه نېټه دغه ټپه ( ماته مې خپل وطن آزاد کړه، که رزق کم شو د خيبر کاڼې به خورمه) وليکل، چې په لنډ وخت کې د منظور پښتين ټپه د پښتنو لخوا د لوی هرکلي سره مخ شوه او د ازادۍ اړوند پښتنو او افغانانو په څرګندونو کې ورته اړوند ټپې ډالۍ کړې.

منظور پښتين ته په څرګندونو (کمنټونو) کې د يو شمېر افغانانو ډالۍ شوي ټپې، دلته لوستلی شئ.

وسيم خان
ماته مې خپل وطن ازاد کړه
دښمن برباد کړه مشره سوال درته کومه.

نورايل کليوال
زما جانان منظور پښتين دی
د ډيورنډ کرښه ورانوم ورپسې ځمه

حنيف پښتون
په ملاکنډ به سره خېژو
په پنجېدارو څپلۍ وواهه مېخونه

کامران خان
روزي به ته راکوې خدایه
د غلامۍ به ځان په خپله خلاصوونه

ميرويس ستانکزی
مونږ هغه قام یو سرشیندلو ته څو ځله وځو
سیاست پر بل کوو د جنګ میدان ته خپله وځو

ذيشان مهمند
زما د رزق الله شته دی
ګټلی مال به په وطن قربانومه

عادل شاه
ستا له يارۍ نه به وانه وړم
که جلادان مې سر د تورو سره وړينه

د يادولو وړ ده چې د منظور پښتین دغې ټپې ته په څو‌ ساعته کې تر لس زره زياتې څرګندونې شوي دي، چې په زياتو څرګندونو کې د لر او بر افغانانو د منظور پښتين ملاتړ کړی دی موږ يې صرف څو ټپې ستاسو سره شريکي کړې.

دا په داسې حال کې ده چې منظور پښتین د دوه مياشتني زندان تېرولو وروسته، د دې غورځنګ د مالوماتو پر بنسټ يوه شپه په خپل کور کې تېره کړه او بيا د پښتنو د بيدارولو لپاره د پښتنو په بېلابېلو سيمو کې ګرځي او د يووالي پيغام خلکو ته رسوي.

منظور پښتين د راخوشي کېدو سره سم په خپله وينا کې وويل، « زه دوه مياشتنی زندان بېخي قرباني نه يادوم، موږ به پښتنو ته هغه وخت د قربانۍ مثال ورکوو چې د وطن د خپلواکۍ لپاره مو سرونه په وينو رنګ وي.»

| منظور پښتين له هغو کسانو مننه کړې چې د هغه د راخوشي کولو غږ يې پورته کړی و