پښتونخوا

منظور پښتين جان اڅکزي ته: پاکستان کې وژنې ستاسو د بادارانو د پاليسيو پايله ده

پښتين

د پاکستان د د تېر لنډمهالې حکومت د بلوچستان يوه رسنیزه مسؤل جان اڅکزي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين د ۱۴ مياشتو پخواني يوه ټويټ ته په کمینټ کې په اشارې سره ليکلي چې دا ځل به تاسو نوي ملاتړ کوونکي پيداکړئ او طالبان به هم تاسو ته پيسې درکوي.

د منظور پښتین د ايکس پوسټ باندې د جان اڅکزي نظر
د منظور پښتین د ايکس پوسټ باندې د جان اڅکزي نظر

منظور پښتين د جان اڅکزي په جواب کې ليکلي: «له پاکستان څخه نیولې د نړۍ کوم هیواد یا اداره کې که څوک په ما باندې یوه روپۍ هم ثابته کړي، نو زه خپل خون ور معافوم. تاسو اجیران یاست، هر څوک چې په دې جګړه کې وژل کیږي ستاسو د بادارانو د پرېکړو له امله وژل کېږي.»

جان اڅکزي ته د منظور پښتين مقابل ځواب
جان اڅکزي ته د منظور پښتين مقابل ځواب

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر همدارنګه د پاکستان پوځي جنرالانو ته د مناظرې کولو بلنه ورکړې ده، هغه ليکلي « ایا تاسو کولی شئ خپل جنرالان د آزاد بحث او منظارې لپاره حاظر کړئ؟»

ښاغلې پښتين ۱۴ مياشتې وړاندې د چين د CPEC پروژې اړوند پر خپله ايکس پاڼه ليکلي و، چې په خيبر پښتونخوا کې د دغې پروژې د ناکامه کولو لپاره پوځ خپل کردار اداکوي او په دې کار سره هم امريکا خوشاله کوي او ډالر ور څخه اخلي او هم د چين څخه د دغې پروژې له کبله د رامنځته شوي ترهګرۍ قيمت اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د څلورو بېلابېلو پېښو له کبله لسګونه پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، هغه موضوع چې د پاکستان حکومت یې اندېښمن کړی دی.

| د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين له اټک زندانه آزاد شو