بهرني راپورونه

المان د سمندر باچا په نوم شپږ چورلکې اکراين ته ډالۍ کړي

چورلکې

د المان يا جرمني هېواد د دفاع وزير (بوريس پيسټوريس) ويلي چې د (سمندر باچا يا Sea King) په نوم شپږ چورلکې يې د المان هېواد لخوا اکراين ته ډالۍ کړي دي.

د رويټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې ښاغلي پيسټوريوس دغه موضوع پرون د درېنۍ/سه‌شنبې په ورځ د (اکراين د دفاعي اړيکو ګروپ) سره په جلسه کې ويلې چې دغه چورلکې اکراين ته ډالۍ کړي.

ويل کېږي چې دغه چورلکې به ډېر ژر اکراين ته ورکړل شي چې په دې سره به کېيف د نظامي حمل او نقل ترڅنګ د جګړې په ډګر کې هم استفاده وکړلی شي.

په دې کتنه کې د آلمان د دفاع وزیر ټینګار کړی چې د اکراین د خلکو او د زیربناوو د ساتنې لپاره، هوايي دفاع اوس هم له لومړیتوبونو څخه ده. هغه همداراز زیاته کړې چې د وسلو د تولید بهیر باید چټک شي.

د مالوماتو پر اساس دغه جلسه د ۵۰ هېوادونو او سازمانونو په ګډون جوړه شوې وه چې ټولو هېوادونو تر خپله وسه پورې د اکراين سره د جګړې لپاره د مرستو کولو او په ارزانه توګه د وسلو پر پلورلو ژمنې کړي دي، د يادونې وړ ده چې د دې جلسې مشري د فرانسې او المان پر غاړه وه او په راتلونکې کې هم د دغه ډول جلسو د جوړېدو پلان شته.

د فرانسوي چارواکو په وینا، څه موده وړاندې يې پر اکراین شپږ (هاویټزر) توپونه پلورلي وو او ویل کېږي چې فرانسې ژمنه کړې چې هره میاشت ۵۰ ځيرک نښه ويشتونکي توغندۍ کېیف ته ولېږي. دا له روسیې سره د جګړې له پیل راهیسې د اکراین لومړی ځل دی چې له فرانسې څخه وسلې اخلي.

| فرانسه اکراين ته اوږد واټن ويشتونکې کروز توغندۍ ورکوي

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د روسيې د پارلمان يوه غړي ويلي وو چې څوک د روسيې پر خلاف د اکراين سره مرسته کوي، د يوه نړيوال کړکېچ او جګړې د رامنځته کېدو په صورت کې به هغوی په نښه کړي چې تر ټولو اول به لندن په اټومي وسلو په نښه کړو.

| انګلستان د اکراين جګړې لپاره کلنۍ مرستې زياتې کړې