بهرني راپورونه

فرانسه اکراين ته اوږد واټن ويشتونکې کروز توغندۍ ورکوي

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون پرون د اکراين ته د اوږده واټن ويشتونکو کروز توغنديو او بمونو د سپارلو پلان اعلان کړ.

  1. فرانسې د روسيې د يرغل راوروسته په لومړي ځل اکراين ته د اوږد واټن ویشتونکو توغنديو د ورکولو پلان اعلان

ولسمشر ايمانويل مکرون په یوه خبري کنفرانس کي ويلې که د امريکا متحده ايالاتو په ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ بريالی شې فرانسه به ورسره د ګډ کار لاري چاري ومومي.

د فرانسې ولسمشر ندي ويلې چې د څومره پيسو په اندازه به کروز توغندي اوکراين ته وسپاري.

د بريټانيا حکومت هم په يوه بيان کې د اوکراین سره د خپلو مرستو د ترټولو لويی ټولګي اعلان وکړ.

د بريټانيا لومړي وزير ويلې چې په دغو مرستو کې به اوږد واټن ويشتونکي توغندي، د‌هوايې دفاع مهمات او د توپونو مرمۍ شاملي وي.

بل لور ته د امريکا ولسمشر بايډن هم د اوکراين سره د مرستو د زياتوالي په موخه د کانګرس سره ليدنه لري، او غواړې په روان کال کې د‌ ياد هيواد سره خپلې مرستې زياتي کړي.

په اروپايی ټولنه کې بيا روان کړکېچ اکراين ته د ۵۰ ميليارده ايرو مرستې ځنډولې او ښايې ډېر ژر به خپلې مرستې ورسره زياتي کړي.

د يادونې وړ ده چې پر اکراين د روسيې د يرغل ورسته د امريکا په شمول، فرانسې بريټانيا اروپايی اتحادیې او ځينو نورو هيوادنو له دغه هیواد سره پوځي مرستي کړي او ښايې نوري هم زياتي شې.

| انګلستان د اکراين جګړې لپاره کلنۍ مرستې زياتې کړې