د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د ټولو هغو افغانانو قدردانی کړی چې پر ټولنيزو رسنيو د اکټوبر ۱۱مې پښتون قومي عدالت جرګې لپاره کمپاين کوي.
که څه هم په افغانستان کې د پي ټي ايم ملاتړ کول د طالبانو په قانون کې جرم شمېرل کېږي، ځکه منظور پښتین د دغې جرګې ملاتړ کوونکي افغانان مسافر بللي دي. «چې څومره هم پښتون افغان مسافر دي، ستاسو د احساساتو نه قربان شم. چې په پردي وطن کې د دومره لرې ځای نه هم په یو نا یو شکل کې د خپل قامي تحریک سره ولاړ يئ»
پښتين زياته کړې ده چې د غورځنګ د بريا په صورت کې له ټول مسافر د پرديو هېوادونو له مجبوري ته خلاصېږي او خپل وطن ته به راځي. «انشاءالله د تحریک کامیابي به د مسافرۍ ژوند د کلي په یو خوشال او اباد ژوند بدلوي.»
ښاغلي پښتين پر پښتنو او افغان مسافرو د ځانګړي سلام وروسته هيله ښودلې چې د غورځنګ سره خپله ملګرتيا همداسې جاري وساتي. «ټول پښتون افغان مسافر زمونږ سلامونه قبول کړئ او داغسې د خپل تحریک سره ملګري قایمه وساتئ.»